دوبۍ ښار د 'اکسپو ۲۰۲۰' کوربه شو

Image caption د پاريس دا رايه اچونه په پاى کې يوڅه ناروښانه شوه.

د دوبۍ ښار د ٢٠٢٠ کال لپاره د نړيوال ستر نندارتون د کوربه په توگه غوره شو. د "ايکسپو ٢٠٢٠ " په نامه د دغه نندارتون کوربه توب ته روسيې، برازيل او ترکيې هم غوښتنليکونه سپارلي و.

خو په پاريس کې ددغه نړيوال نندارتون د مرکز پرېکړه د دوبۍ په گټه راوختله. د ايکسپو نندارتون په هرو پنځو کلو کې جوړېږي او د کوربه ښار په اقتصادي غوړېدا کې پاموړ ونده اخلي.

له پاريس نه هيو شوفيلډ په خپل رپوټ کې وايي:

عربي متحد امارات به اوس په ښاديو سر کېږي چې په لومړي ځل يې د منځني ختيځ د يوه هېواد په توگه د ستر نړيوال نندارتون د جوړېدو حق تر لاسه کړيدى.

د دوبۍ نندارتون به د ٢٠٢٠ کال له اکټوبر نه د شپږو مياشتو لپاره په دې شعار سره پرانستى وي چې "ذهنونه نښلوي او راتلونکې زېږوي". د پاريس دا رايه اچونه په پاى کې يوڅه ناروښانه شوه.

دوبۍ ٧٧ استازو خوښه کړې وه، ٣٩ رايې د روسيې ايکاترينبورگ، ٣٣ د ترکيې ايزمير او ١٣ د برازيل ساو پاولو ته ورکړ شوې دي.

Image caption په شانگهاى کې د ٢٠١٠ کال نړيوال نندارتون تر اويا ميليونو ډېر ليدونکي ځانته ورمات کړي وو.

عربي متحدو اماراتو ژمنه کړې چې د دوبۍ او پلازمېنې- ابو ظبۍ ترمنځ يوه بله سيمه کې نژدې نهه ميليارده ډالره پانگونه وکړي.

د اماراتو په وينا، دوبۍ د کوربه توب لپاره په خپلو هلو ځلو کې د بې ثباتۍ د يوه دايمي مرکز پر ځاى، نورو ته د عربي نړۍ پرانستې او له زغمه ډکه څېره ور وپېژندله.

هيله داده چې د ايکسپو کوربه توب به د لويو پانگونو، سيلانيتوب او د هېواد د نامه لپاره د مثبت تبليغ گټې له ځانه سره راوړي.

په شانگهاى کې د ٢٠١٠ کال نړيوال نندارتون تر اويا ميليونو ډېر ليدونکي ځانته ورمات کړي وو.

ورته مطالب