سوري حکومت او مخالفین د ژنیوا ۲ کنفرانس کې ګډون کوي

Image caption د سوریې ازاد پوځ مشر وايي، بشارالاسد د خبرو له مسالې په ګټې اخیستو یې جګړې ته دوام ورکړی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دمشق چارواکي به د سوریې د کړکېچ ختمولو په تړاو د ژنیوا سولې دویم کنفرانس کې ګډون وکړي.

په پام کې ده چې دغه کنفرانس د راتلونکې جنورۍ پر ۲۲ ژنیوا کې جوړ شي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې "د حکومت استازي به ژنیوا ددې لپاره نه چې واک نورو ته وسپارل شي، بلکې د دې لپار ولاړ شي چې د سوریې د کړکېچ هواري لپاره لارې چارې ولټول شي".

"ترهګره ډله"

بل خوا، د سوريې د مخالف ایتلاف مشر ویلي په ژنیوا کې د سولې د راتلونکې جنورۍ میاشتې په غونډه کې برخه واخلي.

د سوریې د ملي ایتلاف مشر احمد جربا له دې وړاندې په یاده غونډه کې د ګډون لپاره شرطونه وړاندې کړي وو.

نوموړي هیله وښووله چې د سولې دا کانفرانس چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي سیاسي انتقال ته لاره هواره کړي:

"د ژنیوا د کنفرانس په اړه زموږ دریځ ښکاره دی. د ملي ایتلاف په وروستۍ غونډه کې مو د ژنیوا کنفرانس کې د ګډون لپاره پر یوه بشپړ دریځ هوکړه وکړه. د ایتلاف ټولو غړو پر دې دریځ موافقه وکړه. د همدې دریځ په رڼا کې موږ د ژنیوا کنفرانس ته د تګ لپاره تیار یو".

د ایران ګډون

خو د ژنیوا کنفرانس کې د ایران د ګډون په اړه د سوریې مخالف ایتلاف پخپل شرط کې ویلي "هغه مهال ایران په دې کنفرانس کې ګډون کولی شي چې له سوریې خپل ځواکونه او جاسوسان وباسي".

احمد جربا پر ایراني چارواکو غږ وکړ، چې سوریه کې د وینو بهولو بهیر ودروي.

Image caption احمد جربا پر ایراني چارواکو غږ وکړ، چې سوریه کې د وینو بهولو بهیر ودروي.

وړاندې هم د ژنیوا کنفرانس کې د ایران د برخې اخیستو په اړه اختلافونه وو، چې څو ځلې دغه کنفرانس وځنډول شو.

جربا زیاتويو چې که وضعیت سوریه کې همداسې وي، "ایران باید په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي".

ایرانیانو په تېره سې شنبې د ژنیوا کنفرانس کې د ګډون کولو د چمتووالي اعلان وکړ، خو که هلته رسمي غوښتنه ترې وشي.

خو د سوري مخالف ایتلاف مشر جربا وايي "ایران د سوریې وژنو کې په ښکاره ډول لاس لري، چې د خپل انقلابي ګارد له لارې یې زرګونه سوري وګړي وژلي، او د تهران له لوري د حزب الله ترهګرې ډلې هر اړخیزه ملاتړ کېږي".

ورته مطالب