چين ختيځ کې 'دفاعي زون' ته جټ الوتکې لېږلي

Image caption چين دغه الوتکې وروسته له هغه لېږي چې د سې شنبې په ورځ امريکايي الوتکو پر دغه سيمه پروازونه وکړل

د چين د حکومتي رسنيو راپورونه وايي، چې د چين په ختيځ کې د نويو اعلان شويو ټاپوګانو دفاعي سيمې ته يې جنګي بېړۍ استولې دي.

دغه پراخه سيمه چې چين، جاپان، تايوان او جنوبي کوريا يې د ملکيت دعوا لري تېره اوونۍ د چين له لوري دفاعي سيمه اعلان شوه.

چين ویلي ټولې الوتکې چې د دغې سيمې له هوا تيريږي بايد خپل پلان او پيژندګلوي دوی ته وکړي، که نه له 'دفاعي چلند' سره به مخامخې شي.

خو له دغه اعلان وروسته د جاپان، جنوبي کوريا او د امريکا د متحد ایالتونو الوتکو پر دغې سيمې پروازونه کړې دي.

د ټاپوګانو پر مالکيت نويو شخړو په هغه سيمه کې چې لا له وړاندې په کې جنجالونه و، انديښنې راټوکولي دی.

داسې ويره اوس پيدا شوې چې ښايي دغه سيمه پر يوه پوځي نااعلان شوي جنجال کې کېوځي.

د چين حکومتي رسنۍ شنهوا د هوايي ځواکونو د يوه جنرال شېن جنک له قوله ویلي چې: ''څو جټ جنګي الوتکې او د الوتکو د خبرداري وسايل لا له وړاندې سيمې ته استول شوي او عادي ګزمې کوي''.

ښاغلي جنک وویل د هېواد هوايي ځواک د لوړې کچې تيارسی په حال کې دی او د ټولو هغو په مقابل کې به ودرېږي، چې د هېواد ملي امنيت ته خطر پيښوي.

په دغه شخړمن هوايي دفاعي زون کې په جاپان کې د سنکاکو ټاپوګان او په چين کې د ډايوو ټاپوګان شامل دي چې جاپان، چين او تايوان يې د ملکيت دعوا لري.

جاپان هغه ټاپوګان کنټرولوي چې له ډېرې مودې راهيسې پرې د جاپان او چين شخړه ده، او جنوبي کوريا يې بيا د ځان بولي.

چين وايي د دغه زون جوړول ''په بشپړ ډول عادلانه او منطقي دي''، خو دغه څرګندونې په پراخه کچه غندل شوې دي.

امريکا چې د چين دغه ګام د بې ثباتۍ يوه هڅه بولي، د سې شنبې پر ورځ يې 'بي ۵۲' بم اچوونکو الوتکو پر دغه سيمه الوتنې کړي.

جاپان او جنوبي کوريا هم ويلي چې الوتکو يې پر دغې سيمې پروازونه کړي دي.

ورته مطالب