جنرال کياني د پوځ قومنده جنرال شریف ته وسپارله

Image caption پرويز کياني د شپږ کلونو لپاره د پوځ مشري پر غاړه لرله

د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال راحيل شريف په راولپنډۍ ښار کې په رسمي ډول د پوځ د قومندې مسووليت پر غاړه واخيسته.

دغه مراسم نن (جمعه، ۲۹ نومبر) د ځمکني پوځ په مرکزي دفتر کې ترسره شول.

جنرال راحیل شريف د پاکستان د پوځ ۱۹م مشر دی او د جنرال اشفاق پرويز کياني ځای ناستی شو، چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې د پاکستان د پوځ مشر و.

د پاکستان د حکومتي رسنيو له قوله ویل شوي، چې په دغو مراسمو کې د پوځ او ملکي برخې د سر سر چارواکو برخه لرله.

جنرال کياني د قومندې سپارلو پر مهال خبرو کې وويل، هغه لوی مسووليت چې ده ته ورکړای شوی و، خوشحاله دی چې په ښه ډول يې ترسره کړ او اوس يې سپاري.

ښاغلي کياني وويل هغه مهال چې دی د پوځ مشر شو، په خبره يې پوځ له ډېرو ننګونو سره مخامخ و.

ده وويل اوس چې دی له دندې تقاعد کېږي پوځ د هر ډول کورني او بهرني ګواښ د مقابلې لپاره چمتو دی.

جنرال کياني وويل: ''ما چې په خپله دوره کې کومې پرېکړې کړي په هغه کې مې د هېواد، ولس او پوځ ګټو ته لومړیتوب ورکړي''.

ده دا هم وویل چې د ولسونو پر وړاندې ستونزې رامنځته کېږي، خو له دې سره د مقابلې لپاره په کار دي چې ''موږ په خپلو ليکو کې يووالی'' ټينګ کړو.

جنرال اشفاق پرويز کياني راحيل شریف ته د بيرغ په ورکولو سره په پوځ کې خپل ۴۴ کلن ماموريت پای ته ورساوه.

ښاغلی کياني چې شپږ کاله د پوځ مشر و، د پوځی عملياتو د مشر، د پاکستان د پوځ د مرستيال مشر او د استخباراتي ادارې د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.

د پاکستان د پوځ د مشرۍ موده درې کاله وي، خو د پاکستان د خلکو د ګوند حکومت د جنرال کيانو موده درې کاله نوره هم وغځوله.

ورته مطالب