د تایلنډ لومړۍ وزيرې له وخته مخکې ټاکنې رد کړې

Image caption لاریون کوونکي له صدراعظمې غواړي چې استعفا وکړي

په تایلنډ کې د حکومت پر ضد مظاهرې شپږمې ورځې ته غځېدلي، خو لومړۍ وزيرې يينګلک شيناواترا په هېواد کې له وخته مخکې ټاکنې رد کړې دي.

له بي بي سي سره په خبرو کې د تايلنډ لومړۍ وزيرې وويل، په هېواد کې وضعيت دومره ښه نه دی، چې انتخابات دې وشي.

دې دا هم وويل چې وزارتونو ته د داخل شويو مظاهره چيانو پر وړاندې به پوځ ته زور کارولو اجازه ور نه کړي.

ينګلک شيناواترا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په بنکاک کې سلګونه مظاهره چيان پوځي مرکز ته داخل شوي دي.

مظاهره چيانو له پوځ نه غوښتي چې له دوی سره د حکومت پر وړاندې لاس يو کړي.

له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې صدراعظمې وويل، که له وخته وړاندې ټاکنې اعلان هم کړي، باوري نه ده چې مظاهره چيان دې مطمين شي.

دا وايي: ''زما له خپل هېواد سره مينه ده او زه د دغه هېواد لپاره يو څه غواړم او هغه دا چې زموږ لپاره د جمهوريت ساتل اړين دي''.

دغه راز ګڼ شمیر مظاهره چيان د لومړۍ وزیرې یینګلک شیناواترا د ګوند د مرکزي دفتر مخې ته راټول شوي دي.

دوی تور لګوي چې نوموړې د خپل ورور او پخواني لومړي وزیر تاکسین شینواترا چې په تبعید کې ژوند کوي، په اشاره کار کوي.

لاریون کوونکي له نوموړې غواړي چې استعفا وکړي.

پرون د پنجشنبې پر ورځ آغلې یینګلک وروسته له هغه چې حکومت یې یو ځل بیا له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کړه، د لاریونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

ورته مطالب