چينايي جېټ امريکايي او جاپاني الوتکې څاري

Image caption چين دغه سيمه د ځان بولي، خو جاپان او شمالي کوريا وايي دا د دوی خاوره ده

چين خپلې جېت الوتکې يې هوا ته پورته کړي چې هغه امريکايي او جاپاني الوتکې وڅاري چې د چين سمندر په ختيځ کې د دوى له لوري د دفاع په اعلان شوې نوې هوايي سيمه کې الوتنې کوي.

تېره اوونۍ چين اعلان وکړ، ټولې هغه الوتکې چې د دغې سيمې په فضا کې الوتنه کوي بايد نوي اصول مراعات کړي.

دا هغه ټاپو ده چې چين او جاپان دواړه ادعا کوي چې د خاورې يوه برخه يې ده.

خو امريکا او سيمه ييز متحدين يې د چين د دغو غوښتنو پروا نه کوي.

د چين حکومتي اژانس وايي بيجنگ خپلې جيت الوتکې هوا ته پورته کړي چې دوې امريکايي استخباراتي الوتکې او لس جاپاني الوتکې وڅاري.

راپور په دې برخه کې نور جزييات نه دي ورکړي.

د پنجشنبې په ورځ بيجنگ وويل چې د نړيوالو قوانينو تر مخه د دفاع د نوې فضايي سيمې گزمه کوي.

له دې اعلان څخه وروسته د امريکا متحده ايالاتونو، سويلي کوريا او جاپان د بيجنگ دا پرېکړه وننگوله او پوځي الوتکې يې پردې هوايي سيمې الوتلې.

دوى د چين هغه غوښتنه رد کړه چې د خپلو الوتکو د الوتنې پلان له چينيانو سره شريک کړي.

اوس ويره داده چې ناحساب شوى عمل او يا هم د الوتکو ټکر کېداى شي چې سيمه کې ترينگلتيا لا ډېره کړي.

تراوسه پورې واشنگټن او توکيو د وروستيو پېښو په اړه کوم غبرگون نه دى ښوولى.

ورته مطالب