د امریکا پر تګلارو د منډېلا دریځ

Image caption ښاغلى منډېلا په خاصه توګه د امريکا په تګلارو له کلکو منتقدينو څخه و.

په نړيواله کچه د منډېلا درناوى موجود و خو دا د دې مانا نه لري چې ټولې خبرې يې د اکثريت په غوږونو ښې لګېدي.

ښاغلى منډېلا په خاصه توګه د امريکا په تګلارو له کلکو منتقدينو څخه و.

په ١٩٩٨ کال کې جنوبي افریقا نه د ولسمشر بوش د کتنې پر مهال ښاغلي منډېلا وويل، د خپلو زړو ملګرو لیبيا، کيوبا او ايران تر څنګ پاتې وي، له دې سره چې واشنګتن هڅه کوله چې دغه هېوادونه ګوښه او ځان ته پرېښول شي.

ولسمشر بوش سره په يوه ګډه خبري ناسته کې نېلسن منډېلا يو نه پخلا کېدونکی پيغام ورکړ:

"لومړي دولت مشر ته چې ما بلنه ورکړه چې جنوبي افریقا ته راشي، هغه فيډل کاسترو و، ورپسي د ايران ولسمشر رفنسجاني و او همدا راز د لیبيا مشر قذافي ته مې هم بلنه ورکړې چې زموږ هېواد نه ليدنه وکړي. دا زموږ اخلاقي دنده ده. دغو هېوادونو په بدو حالاتو کې موږ سره مرسته کړې. د جنوبي افريقا هغو وګړو چې موږ يې خپلو ملګرو سره د دوستۍ په تور پړه بللو هغوی کولی شي چې اوس ځان په يوه حوض کې ور واچوي."

د ٢٠٠٣ کال د جنورۍ په مياشت کې ښاغلي منډېلا عراق کې د امريکايانو د پوځي عمل له کبله په جورج ډبيليو بوش کلکې لفظي نیوکې وکړې.

"که په نړۍ کې يو هېواد وي چې د نه ویلو ظلم او تېرى يې کړی، هغه به د امريکا متحد ايالات وي. دوی يې هېڅ پروا نه لري. زه د نوموړي هېواد د ولسمشر غندنه کوم چې د راتلونکي وړاندوينه نه شي کولى، د راتلونکې په اړه سم فکر نه شي کولى."

ده همدا راز کله هم په افريقايي مسلوو کې له مصلحت او نرمښت نه کار نه دى اخیستی.

ده په ١٩٩٥ کې د ساني اباچا تر مشر توب لاندې د نايجريا پر حکو مت د بشري حقونو د فعال کېن سارو ويوا د وژنې له کبله کلکې نيوکې وکړې.

"موږ له تمدن نه لېرې، په ځان غره يوه پوځي ناقانونه دېکتاتورشيف ( ديکتاتورۍ ) سره مخ يو چې د بشري حقونو د فعالينو د وژنې لپاره نا قانونه او داسې محکمې چې په کې اصولو ته درناوى نه کېږي کاروي. دغه ملت چې سړى يې ګوري له ظلم او استبداد سره مخ دى، له کبله يې هغه هیلې په نهیلۍ اړوي چې په نړۍ کې د افریقا د بېرته ژوندې کېدو او د افريقا د حيثيت د اعادې په اړه موجودې دي، او دا هغه څه دي چې موږ يې مخالف يو."

د امریکا يو بل پخوانى ولسمشر بېل کلېنټن هغه په نيک نوم او درناوي سره يادوي.

په ٢٠٠٣ کال کې له بي بي سي سره په يوه مرکه کې ده منډېلا ته خپلې پېرزوينې وړاندې کړې او و یې ويل:

"زه ورسره هر وخت موافق نه يم، دى داسې څه وايي چې زه ورسره موافقه نه لرم. ده د ځينو کارونو شننې کړي چې هغه زما د ولسمشرۍ په مهال تر سره شوي، زه فکر کوم هغه په بشپړه توګه غلط دى، خو زه فکر کوم که د ځمکې پر مخ هرانسان د عوايدو د ترلاسه کولو او د ازادو خبرو د کولو حق لري نو نېلسن منډېلا يې هم لري."