د نېلسن منډېلا ژوند لیک

نېلسن منډېلا د نړۍ یو لوی سیاسي شخصیت و. د ۲۷ کلن اوږد بند وروسته، هغه د سوېلي افریقا لومړنی تور پوستی ولسمشر وټاکل شو.

په ۱۹۹۹ کال کې د ولسمشرۍ د څوکۍ نه د استعفا ورکولو راهیسې ښاغلی منډېلا د سوېلي افریقا تر ټولو لوړ پوړی استازی و.

که یې یوې خوا ته د اېچ اې وي او ایډز ناروغۍ پر ضد کمپاین کاوه، نو بل اړخ د هغه همدا هلې ځلې وې چې سوېلي افریقا د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د نړیوال جام د لوبو کوربه شو.

ښاغلي منډېلا ته په ۲۰۰۴ کال کې د سرطان ناروغي پیدا شوه خو خپله مبارزه یې جاري وساتله.

د یو شمېر افریقايي هېوادونو د سولې په خبرو اترو کې یې فعاله ونډه اخیستې. هغه د نړۍ په نورو برخو کې هم د سولې او ثبات هلې ځلې تشویقولی. د پاکستان د بهرنیو چارو یوه پخواني وزیر سرتاج عزیز چې له ښاغلي منډېلا سره درې ځلې لیدلي و وايي:

"کله چې له هغه سره خبرې کوئ د هغه انسانیت خورا په ډېر دی او په ښاغلي منډېلا کې شفقت ډېر زیات دی. کله چې خبرې کوي هېڅ نه ښکاري چې دی دومره لوی سړی دی. داسې و لکه پلار چې له زوی سره خبرې کولې. بله خبره دا ده چې د هغه په خبرو کې پوهه ډېره زیاته ده."

نېلسن منډېلا د سوېلي افریقا په ختیځه سیمه کې، په یوه واړه کلي کې په ۱۹۱۸ کې زېږېدلی و او د مدیبا قوم سره یې تعلق درلود.

د ښاغلي منډېلا پلار د تېمبو شاهي کورنۍ سلاکار و. نېلسن منډېلا نهه کلن و چې پلار یې ومړ او پالنه یې د تېمبو قوم مشر ته وسپارل شوه.

ښاغلی منډېلا په ۱۹۴۳ کې په افریقايي ګانګرېس یا (ANC) کې د یوه فعال په توګه شامل شو. وروسته نوموړی د ANC د ځوانانو د څانکې د بنسټ ایښودونکي مشر وټاکل شو.

د کلونو کلونو بند وروسته بلاخره د ANC مشر و ټاکل شو. ښاغلي منډېلا په حقوقو کې زده کړې کړې وې. په ۱۹۵۲ م کال کې یې له خپل ملګري اولېور تېمبو سره یو ځای د مدافع د وکیل په توګه کار پیل کړ.

ښاغلي منډېلا او ملګري يې په ګډه د توکم پالنې یا اپارتاید سیسټم پر ضد چې سپین پوستو جوړ کړی و کمپاین پیل کړ. په ۱۹۵۶ م کال کې ښاغلي منډېلا د ۱۵۵ نورو فعالینو سره په غدارۍ باندې تورن شو خو د څلورو کلونو محاکمې وروسته د هغوی پر ضد تورونه لرې شول.

د نژادي تبعیض یا اپارتاید سیسټم پر ضد مقاومت هغه وخت لا نور زیات شو سپین پوستو نوي قوانین منظور کړل چې یوه لاجمنه ماده یې دا وه چې تور پوستي چېرې د کار او اوسېدو اجازه لري.

په ۱۹۶۰ کې ANC غېر قانوني ګوند اعلان شو او ښاغلی منډېلا پټ شو. د اپارتاید پر ضد تاوتریخوالی هغه وخت نور هم توند شو چې په شارپوېل کې پولیسو ۶۹ تورپوستي په ډزو ووژل.

له همدې پېښې سره سوله ییز مقاومت پای ته ورسېد. ښاغلي منډېلا چې وړاندې د ANC مرستیال مشر و د اقتصادي ورانکارۍ کمپاین پیل کړ.

بلاخره منډېلا ونیول شو او پرې د ورانکارۍ او د تشدد له لارې د حکومت د نسکورېدو تورونه ولګول شو.

ښاغلي منډېلا په محکمه کې خپله دفاع په خپله وکړه او ویې ويل چې دېموکراسۍ او ازادې ټولنې ته درناوی لري، چېرې چې ټول خلک ارام ژوند وکړي او برابر حقونه ولري:

"زه هیله لرم چې دا هدف به تر لاسه کړم. خو که اړتیا وه نو همدې عقیدې لپاره مرګ ته تیار یم."

Image caption ښاغلي منډېلا په محکمه کې خپله دفاع په خپله وکړه او ویې ويل چې دېموکراسۍ او ازادې ټولنې ته درناوی لري

په ۱۹۶۴ م کال کې هغه ته د ټول عمر بند سزا ورکړل شوه. د ۱۹۶۸ او ۱۹۶۹ تر منځ د ۱۲ میاشتو په موده کې هغه د ډېرو کړاوونو سره مخامخ شو.

لومړی یې مور مړه شوه او وروسته یې زوی د موټر په ټکر کې ومړ خو منډېلا ته اجازه ور نه کړل شوه چې د مور او زوی په جنازو کې ګډون وکړي.

هغه ۱۸ کاله د یوه ټاپو په زندان کې تېر کړل. په داسې حال کې چې ښاغلي منډېلا او ملګري یې یا په زندان کې وو او یا جلا وطن و د سوېلي افریقا تور پوستو ځوانانو د سپین پوستو د لږکي رژيم په ضد جګړه توده کړله.

د ښوونځیو د ماشومانو د پاڅون د ځپلو وړاندې په سلګونه کسان مړه او زرګونه نور ژوبل شول. په ۱۹۸۰ کال کې ښاغلي تېمبو چې جلا وطن و د ښاغلي منډېلا د خوشې کېدو لپاره کمپاین پیل کړ.

بل خوا نړیوالې ټولنې د اپارتایید رژیم پر ضد هغه بندیزونه نور هم سخت کړل چې په ۱۹۶۷ کې یې عملي کړي وو.

په ۱۹۹۰ کلونو کې فشارونه نتیجه ورکړه، ولسمشر اف ډبلیو ډيکلار د ANC نه بندیزونه لرې کړل، ښاغلی منډېلا خوشې شو او سوېلي افریقا د ګڼ توکمیزې ډېموکراسۍ لپاره خبرې اترې پیل کړې.

سر تاج عزیز وايي یو ځل یې له منډېلا نه پوښتنه وکړله چې ۲۶ کاله بند ګران نه و؟ نو منډېلا ورته وویل چې ۲۶ کاله یې د ازادۍ د خوب په لیدو کې تېر شول.

په ۱۹۹۳ م کال کې ښاغلي منډېلا او ښاغلي ډیکلارک ته د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوه.

له هغه پنځه میاشتې وروسته په سوېلي افریقا کې په لومړي ځل د ټولو توکمونو خلکو په ډېموکراتیکو ټاکنو برخه واخیسته او نېلسن منډېلا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

هغه د حکومت کارونه تر ډېره خپل اعتبادي ملګري تابو اېمبيکي ته پرې ایښي و او خپله یې تر ډېره تشریفاتي دنده تر سره کوله. ښاغلي منډېلا هلې ځلې وکړلې چې د سوېلي افریقا یوه نوې نړیواله څېره جوړه کړي.

هغه ګڼ ملتیز نړیوال شرکتونه تشویق کړل چې په سوېلي افریقا کې پانګونه وکړي. سر تاج عزیز وايي منډېلا په دې عقیده و چې هوښیار سړی هغه دی چې د څه مودې وروسته واک بل ته وسپاري.

ورته مطالب