د منډېلا واده او نور شخصي ژوند

Image caption جورج بيزاس چې د وېني منډېلا قانوني وکيل و، له دې مخکې يې د خيانت تورونو پر وړاندې د نېلسن دفاع هم کړې وه.

د جنوبي افريقا ياغي مشر او توکم پالنې نظام زنداني او بيا د دولت مشر نېلسن منډېلا په اړه ډېر څه ويل شوي او ليکل شوي دي.

د ده دا غوراوی چې خپل ژوند په جنوبي افريقا کې توکميزې برابرۍ لپاره مبارزې ته ځانګړی کړي، د ده پر شخصي ژوند په تېره له وېني منډېلا سره يې پر واده ويجاړوونکی اغېز درلود.

د بي بي سي خبريال فرګال کين، چې له ۱۹۸۰ مو کلونو راهيسې يې له جنوبي افريقا بي بي سي لپاره راپور ورکاوه، د ټولنيز مخ تر شا د دغه سړي ژوند ته کتنه کوي.

وېني منډېلا چې د خپل مېړه نېلسن لاس يې نيولی او دواړه له کېپ ټاون بهر د (وېکټور وېرسټر) زندان له دروازو تېرېږي، له اپارټايډ يا توکم پالي نظام نه ګڼ توکميزې ډيموکراسۍ ته د جنوبي افريقا د لېږد يو ټاکونکی انځور دی، له ۲۷ کلن بېلتون وروسته د شخصي او دغه راز عامه خوښۍ يوه شېبه وه.

دې ته په هغه وخت کې د ورتلو ډېر لنډ او کم وخت ورکړل شوی و. يا به يې د روبن ايلنډ ډبرين سمندرغاړي ته بېړۍ کې سپرېده او يا به هم د (ټېبل غره) تر شا پالزمور زندان سترو ودانيو کې يې ليدلو لپاره ورتله.

له زندان نه د ده وتلو ډېره موده مخکې، او يا مخکې له دې چې خوشي کېدا يې شونې خبره شي، وېني بي بي سي ته له خپل مېړه پرته د ژوند سختيو کيسه کوله.

"زه هېڅکله ورسره اوسېدلې نه وم، هېڅکله مې په ريښتيا پېژندلی نه و. څه چې زه يې په اړه پوهېږم هغه څه دي چې په اړه مې يې لوستي دي. څه چې په اړه يې پوهېږم هغه څه دي چې اورم يې. هېڅکله مې له هغو مهمو ويناوو چې ده به ورکولې د يوې وينا په حال کې هم نه دی اورېدلی. د ده ډېر کم څه مې ليدلي. په حقيقت کې ډېره بختوره وم چې د دوو لوڼو مور يې شم."

د فرګال کين د راپور ژباړه په غږ کې دلته اورېدی شئ:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د خوشي کېدا شيبې يو ځواکمن انځور ورکاوه. خو بيا يوازې څو کاله وروسته نړۍ د منډېلا واده يو بېل انځور کاته، چې نېلسن منډېلا په کې له وېني سره د خبريالانو ګڼې ګوڼې ترمنځ د محکمې پر لور روان و، چې دا په کې په ۱۹۸۹ کال کې د ۱۴ کلن هلک سټومپي موکېټسي په تښتولو محاکمه کېده.

دا په تښتونه محاکمه شوه، او د دې يو ساتندوی د وژنې په تور بندي شو. چا چې محکمې ته د ننوتو په حال کې نېلسن منډېلا کاته، يو داسې سړی يې ليده چې له ځانګړي درنښت، خو د شخصي درد له يوه څرګند احساس سره روان و.

جورج بيزاس چې د وېني منډېلا قانوني وکيل و، له دې مخکې يې د خيانت تورونو پر وړاندې د نېلسن دفاع هم کړې وه. دا چې دغه واده ناکام شو، دی يې دليل يادوي:

"له وېني د ده بېلېدا او هم د دې محاکمه چې اوږده موده روانه وه، ده يې په اړه له ما غوښتنه وکړه چې قانوني دفاعي وکړم. سره له دې چې سره بېل وو، دی يې ترڅنګ ودرېد، داسې احساس يې کاوه که يې ځان ترې لرې کړ، په محاکمه کې به بدمرغه پايلې ولري، په دې اړه يې ډېر حساسيت درلود. دا خبره ترې ثبت شوې چې ويل يې مبارزې ته د ژمنتيا له امله دی نه ښه مېړه او نه هم د ماشومانو ښه پلار و."

نېلسن منډېلا له وېني مډيزيکېلا سره په ۱۹۵۷ کال کې کتلي وو، چې لا خپلې لومړۍ ښځې سره د واده تړون کې و.

دوی بيا ورپسې کال کې واده وکړ، خو دا چې په سياسي فعاليتونو کې يې ښکېلتيا په زياتېدو شوه، ګډې استوګنې لپاره يې ډېر کم وخت درلود.

د ۱۹۶۴ کال په راتلو دوی دوه لوڼې درلودې، خو په همدغه کال کې منډېلا د خيانت په تور په عمري بند زنداني شو. امينه کاچاليا د اپارټايډ واکمنۍ ضد فعال يوسف کچاليا کونډه او د منډېلا نژدې ۶۰ کلونو نژدې ملګرې ده:

"ده تل دا ويلي وېني يې خورا زياته نهيلي کړې ځکه چې دی هلته د دې او ماشومانو لپاره نه و، چې کله يې خورا زياته اړتيا ورته درلوده، چې زما په ګومان په يو ډول ريښتيا خبره ده. خو دا مبارزه کې د ښکېلو ډېری سړيو ته پېښ شوي دي. يا دوی جلاوطن وو، يا په زندان کې وو، يا پرې بنديز و، يا پر کور نظربند وو. د دوی ماشومان او ښځې او هم په خپله دوی يې له پايلو ورنځېدل. ټول څه چې ده غوښتل له زندان وتلو وروسته يې د خپلو خلکو د مشرۍ تر څنګ وکړي، دا وو چې ده غوښل له ځپلې مېرمنې او ماشومانو سره واوسېږي، د تېرو کلونو لاسه ورکړه راسمه کړي او هر څومره چې کولی شي يوازې عادي ژوند وکړي. خو خبره داسې نه شوه، کله چې ده د طلاق اعلان وکړ، فکر کوم دی په نړۍ کې تر ټولو خواشينی سړی و."

بيا د وېني منډېلا په اړه د غدارۍ او پوښتنې وړ مالي راکړو ورکړو ادعاوې راپورته شوې. د ۱۹۹۲ کال اپرېل کې نېلسن منډېلا اعلان وکړ دی او وېني سره بېلېږي.

څلور کاله وروسته سره طلاق شول. هېلن سوزمن چې په جنوبي افريقا کې د سپين پوستې ازادۍ غوښتنې اوږد مهاله غږ او د منډېلا کورنۍ نژدې ملګرې ده وايي د افريقا ملي کانګرېس مشر اوږدمهاله بند په بشپړ ډول د دوی واده ته زيان ورساوه.

دا وايي د امنيتي پوليسو له لوري د وېنې رنځېدا، او لرې پرتې سيمې ته يې شړل، پرله پسې ځورونې کېدی شي د دې ورستي چلن کې ونډه لرلې وي:

"وېني په رېښتيا هم سخت وخت کې وه. مطلب مې دا دی چې دا د ځانګړې څانګې له خوا شپه او ورځ ځورول کېده.

خبره به داسې نه وه که د يو بندي شوي کس مېرمنې په څېر يوازې پرېښول شوې وی. دې ښه وخت نه درلود. د هر ډول فيزيکي ميني يا دې ته ورته بل څه نشتوالي اغېز پر دواړو ښکاره و. او هغه وخت چې دی راووت، ښکارېده چې واده له شک پرته ماتېدونکی و."

هغوی چې منډېلا يې په هغې ورځ کتلی چې په ۱۹۹۲ کال کې يې په کې د خپل واده ريښتيني پای اعلان کړ، د ده ژور خپګان او هم هغې لوړې بيې په اړه د ده ګرمښت احساس هک پک کړي چې د ډېرې پخوانۍ زمانې پرېکړې له امله يې پرې کوله، دا چې د ازادۍ لپاره مبارزې ته له خپلې کورنۍ مخکې ځای ورکړي.

ورته مطالب