د هالیووډ فلمي لوبغاړی پاول واکر ټکر کې ومړ

پاول واکر
Image caption ۴۰ کلن پاول په یو شمېر نورو جنګي فلمونو کې هم رول لوبولی و.

د هالیووډ فلمی لوبغاړی پاول واکر د لاس انجلیس شمال کې د موټر اوښتو پېښه کې ومړ.

نوموړي په فاسټ اینډ فیور نومي فلمونو لړۍ کې د خپل رول له کبله پېژندل شوې څېره وه.

د دغو فلمونو مرکزي موضوع پر سړکونو د غیر قانوني ګاډو ځغلول وو.

نوموړي هغه مهال ومړ، چې د سپرلۍ ګاډي یې د لارې له څراغ سره ټکر شو، وروسته یې یوه ونه وووهله او بیا پرې اور ولګېد. پاول دا وروستیو کې د دغې فلمې لړۍ په اوومه برخه کې رول لوبولی و.

۴۰ کلن پاول دغه راز په یو شمېر نورو جنګي فلمونو کې هم رول لوبولی و.

د هغه پر فیسبوک پاڼه لیکل شوي، چې نوموړی له خپل یوه ملګري سره په موټر کې و، چې ټکر یې وکړ.

واکر له ۲۰۰۱ کال راهیسې د "تېز او غوسه ناک" فلم کې اتلولۍ ډېر مشهور کړی و.

هغه په "ساعتونه" فلمونو کې کې هم لوبېدلی، چې اټکل و، روانه میاشت نندارې ته وړاندې شي.

Image caption نوموړی په بورش سپورت ډوله ګاډي کې سفر کاوه، چې ټکر یې وکړ.

د لاس انجلیس پولیسو ویلي، د پېښې د څرنګوالي پلټنه کوي، خو ښکاري چې د هغه موټر بشپړ سوځېدلی او په کې سپاره دوه کسان هم سخت سوځېدلي او مړه شوي دي.

نوموړی په بورش سپورت ډوله ګاډي کې سفر کاوه، چې ټکر یې وکړ.

ورته مطالب