سعودي عربستان کې د ایډز ۱۲۳۳ نوې پېښې

Image caption د دسمبر لومړۍ نېټه د ایډز له نړیوالې ورځې سره برابره ده، چې هر کال د نړۍ په ځینو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

سعودي چارواکو ویلي، چې په دې هېواد کې د ایډز ناروغۍ ۱۲۳۳ نوې پېښې موندل شوې دي.

ویل کېږي، چې په دغو نویو پېښو کې ۴۳۱ یې د هغو سعودي وګړو ترمنځ رامنځ ته شوې، چې له یو بل سره یې نامشروع اړیکي لرل.

د دسمبر لومړۍ نېټه د ایډز له نړیوالې ورځې سره برابره ده، چې هر کال د نړۍ په ځینو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د تېرې شنبې په ورځ د سعودي د روغتیا وزارت ویلي وو، چې تېر ۲۰۱۲ کال په هېواد کې د ایډز کچه ۶.۱ سلنه ډېره شوې وه، خو وروسته په ډاګه شوه، چې په دغه وایروس د اخته شویو سعودي مېشتو وګړو شمېر ۱۲۳۳ ته رسېدلی دی، چې ۴۳۱ یې د سعودي وګړي دي، او ۸۰۲ یې د نورو هېوادونو هغه وګړي دي.

دوی وايي، چې زیاتره دغه پېښې د نامشروع اړیکو، ستن لګولو له لارې ډېرې شوې، خو ډېرې کمې پېښې داسې دي، چې له میندو ماشومانو ته لېږدېدلې.

راپور کاږي، چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې، تر ۲۰۱۲ کال پورې، د ایډز ناروغیو پېښې ۱۸۷۶۲ ته رسېدلې، چې ۵۳۴۸ یې سعوديان او ۱۳۴۱۴ یې ناسعودي وګړي دي.

راپور وايي چې د ایډز ناروغۍ د مخنیوي لپاره دا مهال ډېر لږ درمل شته، او د وایروس د مخنیوي لپاره هم چندان وقایوي سیستم نه شته.

ورته مطالب