وسله والو د ايران سرحدي ځواکونو سره نښته کړې

Image caption جيش العدل د دغې نښتې پېښې مسووليت پر غاړه اخیستی دی

له ايران نه راپورونه وايي، د سيستان بلوچستان په ولايت کې له وسله والو سره د يوې نښتې په پايله کې ايراني لوري ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

راپورونه وايي دغه نښته د پاکستان او ايران پر پوله رامنځته شوې، چې په پايله کې يې يو ايرانی سرحدي سرتېري وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د ايران حکومتي رسنيو د سرحدي ځواکونو د يوه چارواکي له قوله ويلي چې: ''لومړی په يوه بله سيمه کې ايراني عسکر له وسله والو سره په نښته کې کېوتل او وروسته چې دوی پلي روان وو د وسله والو له څو/ کمين سره مخامخ شول''.

د راپورونو پر بنسټ، بريدګرو د شپې له تيارې په ګټې اخيستو سره له لوړو سيمو د ايران پر امنيتي ځواکونو د اوږې د سر توغنديو ډزې کړې دي.

د ایران حکومتي رسنيو د دغه بريد مسووليت پر هغو وسله والو اچولی چې د سيستان بلوچستان په ولايت کې شتون لري.

د فارس خبري اژانس د سيستان بلوچستان د مرستيال والي رجب علي شيخ زاده له قوله ليکلي دي وسله وال له بريد وروسته ايراني سرتېرو شاتګ ته اړ کړي دي:

دی وايي: ''د دوشنې په ورځ د پاکستان له پولې سره نژدې ۱۶۷مه پوسته د پاکستان له خاورې د وسله والو له لوري په نښه شوه، چې د سرحدي ځواکونو په ځوابي بريد کې وسله وال شاتګ ته اړ شول''.

ښاغلی شیخ زاده وايي د جيش العدل په نوم يوې ډلې د يوې انټرنټي اعلاميې په خپرولو سره د دغه برید مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

د سيستان بلوچستان مرستيال والي وايي دغه بريد له هغه بريده يوازې پنځه کيلومتره لرې شوی، چې په پايله کې یې ۱۴ ايراني سرحدي سرتېري ووژل شول.

دغه برید چې په سراوان کې وشو اووه نور ايراني سرتېري په کې ټپيان شول.

ايراني چارواکو د دغه بريد پړه هم پر جيش العدل اچولې وه او دغې ډلې هم منلې وه.

ورته مطالب