د مصر ولسي شاعر احمد فؤاد ومړ

احمد فؤاد
Image caption احمد فؤاد خپل لومړنی شعري دیوان په مصري عامي لهجه لیکلی او د "د ژوند او زندان انځور" نوم یې ورکړی و.

د مصر یو ولسي شاعر احمد فؤاد د ۸۴ کلنۍ په عمر له اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ.

نوموړي په مصرۍ لهجه او عامي ژبه شعرونه لیکل، چې تر ډېره یې شعرونه مصر کې روانو سیاسي شخړو ته ځانګړي شوي وو.

هغه پخپلو شعرونو کې روان سیاسي وضعیت غندلی و او د ولسي شعر په بڼه یې انځوراوه.

دغه ولسي شاعر په "الفاجومي" هم شهرت درلود.

دغه شاعر او د هغه یو بل ملګری د مصري حکومت پرله پسې نیوکو له کبله زندانیان شوي هم دي.

پر دواړو دا تور لګول شوی و، چې ګني په شعرونو کې خلک د حکومت پرضد پاڅون ته لمسوي.

احمد فؤاد د ۱۹۲۹ کال مې کې د مصر شرقي ولایت یوه کلي کې دې نړۍ ته راغلی، مور یې بزګره وه، او پلار یې د پولیسو یو افسر و.

نوموړی د یوې داسې کورنۍ غړی و، چې ۱۷ زامن یې درلودل، خو یوازې پنځه یې پاتې شوي وو.

د پلار تر مړینې وروسته یې ماشومتوب بېلابېلې دندې مخته وړې دي.

خو نوموړی هغه مهال مشهور شو، چې زندان کې و او لومړني شعري کتاب یې د ادبیاتو او هنرونو د عالي شورا له لوري لومړۍ جایزه وګټله.

احمد فؤاد خپل لومړنی شعري دیوان په مصري عامي لهجه لیکلی او د "د ژوند او زندان انځور" نوم یې ورکړی و.

نوموړی په ۲۰۰۷ کال د ملګرو ملتونو له خوا د بې وزلۍ پرضد صندوق له لوري د بې وزلۍ سفیر هم نوموړل شوی و.

په ټولنیز ډګر کې د احمد فؤاد د شهرت یوه بله انګیزه له ځینو مشهورو ښځينه ممثلو لکه عزة بلبع، او لیکوالې صافیناز کاظم او درو نورو سره واده کول وو.

نوموړی یو شمېر لمسیان هم لري.

ورته مطالب