لبنان کې د حزب الله یو جګپوړی قومندان وژل شوی

اللقیس
Image caption د فرانسې خبري اژانس د یوې لبناني سرچینې په حواله ویلي، چې مخ پټو وسله والو دغه برید کړی او اللقیس یې وژلی دی.

په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې یو جګپوړی قومندان پخپل کور کې وژل شوی.

حزب الله ادعا کوي، چې حسن اللقیس اسرائيلو وژلی دی.

دغې ډلې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې حسن اللقیس تېره نیمه شپه د لبنان پلازمېنه بیروت کې پخپل کور کې وژل شوی دی.

د حزب الله اړوند 'المنار' تلوېزیون د خپل یوه مشر غمشریکي له نورو سره شریکه کړې ده.

حزب الله وايي، چې اسرائيلو وړاندې هم څو ځلې د اللقیس د وژنې هڅې کړې وې.

که څه هم د دغې وژنې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو وايي چې ''د دغه مشر د وژنې پړه نېغ په نېغه اسرائيلي دښمن ته متوجه ده ''.

د فرانسې خبري اژانس د یوې لبناني سرچینې په حواله ویلي، چې مخ پټو وسله والو دغه برید کړی او اللقیس یې وژلی دی.

نوموړی مخکې له دې چې روغتون ته په ټپي حالت کې یووړل شي، ساه ورکړې ده.

بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم مویر وايي، داسې کره معلومات نه شته، چې ګني اللقیس څوک دی، خو د نصرالله یو نژدې سړی و.

نوموړی داسې مهال وژل شوی، چې د حزب الله مشر حسن نصرالله سعودي عربستان بیروت کې د ایران پر سفارت په برید تورن کړی و.

ایران د حزب الله ملاتړی هېواد دی، چې سوریې ته یې هم د بشارالاسد د ځواکونو د ملاتړ لپاره پوځيان استولي وو.

د سوریې روانې جګړې په لبنان کې پر فرقه ییزو شخړو هم اغېز کړی دی.

ورته مطالب