د شېل پرېليوډ په نامه ريکارد ماتوونکې بېړۍ اوبو کې خوځېدلې

Image caption داسې هيله کېږي چې پرېليوډ بېړۍ به دومره غاز توليد کړي چې د هانګ کانګ په کچه ښار لپاره انرژي برابره کړي

يوه بېړۍ چې په نړۍ کې تر ټولو ستره بلل کېږي، د لومړي ځل لپاره اوبو کې خوځېدلې ده.

دغه بېړۍ چې پرېليوډ نومېږي او د تېلو نړيوال شرکت (شېل) ملکيت دی، د جنوبي کوريا سمندرغاړي سره پر اوبو خوځېدلې ده.

کله چې بشپړه شي نو پرېليوډ بېړۍ به د اوبو د پاسه تر ټولو ستر خوځېدونکی جوړښت وي، چې تر دې دمه جوړ شوی، او وزن به يې څه د پاسه ۶۰۰۰۰۰ ټنو ته رسېږي.

شېل ويلي دغه بېړۍ به له ۲۰۱۷ کال وروسته د طبيعي غاز په توليد کې کارول کېږي، او د ۲۵ کلونو لپاره به د اسټراليا شمال لوېديځ سمندرغاړي سره فعاليت کوي.

دغه سيمه په کلني ډول له اپرېل نه تر نومبر پورې توپاني موسم لري، خو پرېليوډ بېړۍ داسې جوړه شوې چې د دغه ډول حالاتو پر وړاندې ودرېدی شي.

داسې هيله کېږي چې دغه بېړۍ به دومره غاز توليد کړي چې د هانګ کانګ په کچه ښار لپاره انرژي برابره کړي.

له بڼې او څېرې سره سره يې پرېليوډ په کره ډول بېړۍ نه شي بلل کېدی، ځکه چې د خپل توان پر ځای دې ته اړتيا لري چې د خپلې موخې ځای ته کش کړی شي.

شېل لا تر اوسه دا نه په ډاګه کړې چې دغه بېړۍ به څومره ارزښت ولري، خو صنعت څېړونکو رويټرز ته ويلي چې کېدی شي د ۱،۸ مليارډ او ۱۲،۶ مليارډ ډالرو ترمنځ ارزښت ولري.

شېل چې د پرېليوډ په لويوالي يې قناعت نه دی کړی، ويلي له وړاندې يې پر لا سترې بېړۍ جوړلو کار پيل کړی دی.