نېلسن منډېلا مړ شو

Image caption نېلسن منډېلا ۲۷ کلونو بند تېر کړل خو بيا يې هم د روغې جوړې تبليغ کاوه

د جنوبي افريقا لومړی تورپوستی ولسمشر او د توکميز توپير ضد څېره نېلسن منډېلا مړ شوی دی. د ښاغلي منډېلا د مرګ اعلان د دغه هېواد ولسمشر جېکوب زوما وکړ.

منډېلا چې د خپل عمر پای کې ۹۵ کلن و، په زندنان کې يې له ۲۷ کلن بند تېرولو وروسته، د تېرې شلمې پېړۍ ۱۹۹۰ لسيزې اوږدو کې د سپين پوستي لږکي له واکمنۍ د لېږد مشري وکړه.

ښاغلی منډېلا له خپل مرګ مخکې په روغتون کې له ۳ مياشتو تېرولو وروسته پر کور د سږي ناروغۍ له امله تر پرله پسې درملنې لاندې و.

د جنوبي افريقا پر ټلوزيون يوې خبري وينا کې ولسمشر جېکوب زوما وويل ښاغلی منډېلا "له موږ لاړ" او ارام شوی دی.

ښاغلي زوما وويل "زموږ ولس خپل ستر زوی له لاسه ورکړ".

ده وويل دښاغلي منډېلا به بشپړه دولتي جنازه کېږي، او ملي بيرغونه به نيمه ځوړندېږي.

د بي بي سي خبریالان وايي د ښاغلي منډېلا مړی به په پرېټوريا کې د مړيو ساتنځای ته وړل شي، او کېدی شي جنازه يې د شنبې پر ورځ وشي.

د نوبل جايزې ګټونکی نېلسن منډېلا، سره له دې چې ۲۷ کلونه يې بند کې هم تېر کړي وو، د روغې جوړې تبليغولو له امله د نړۍ تر ټولو زیات درنښت څښتنو ولسمشرانو ګڼل کېده.

له هغه راهيسې چې په ۲۰۰۴ کال کې يې په کور ناستې اعلان کړی و، ډېر کم په عامه ځايونو کې راښکاره شوی و.

په ګډه مخه ښه

ښاغلي زوما په خپله اعلاني وینا کې وويل "څه چې له نېلسن منډېلا يې ستره څېره جوړه کړې وه، په کره ډول هغه څه وو چې له ده يې انسان جوړ کړی و. په ده کې مو داسې څه ليدلي وو، چې په خپلو ځانونو کې يې لټون کوو."

د منډېلا ژوند ليک

د منډېلا ژوند په انځورونو کې

د منډېلا زندان ژوند

"د جنوبي افريقا هېوادوالو نېلسن منډېلا موږ سره يوځای کړو، او اوس يو ځای ورسره مخه ښه کوو."

له دې مخکې د جهانسبورګ څنډو کې د ښاغلي منډېلا کور بهر د بي بي سي خبريال مايک وولرېج ويل داسې ښکاري چې د کورنۍ غړي يې په ناعادي توګه سره غونډ شوي دي.

د بي بي سي خبريال وايي ماښام مهال هلته يو شمېر حکومتي ګاډي هم وو.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي ښاغلي منډېلا له هغه څه زياتې لاسته راوړنې لرلې چې له يو انسانه يې اټکل کېدی شي.

ښاغلي اوباما دی يو داسې انسان وباله "چې تاريخ یې په لاسونو کې واخيست او د اخلاقي نړۍ ليندۍ يې د عدالت پر لور کږه کړه".

د امريکا ولسمشر ښاغلی منډېلا د زمانو څېره وباله چې په وينا يې "يو خورا اغېزناک، زړور او خورا ښه انسان چې په دې نړۍ کې ورسره زمان شريکېدلى شي، له لاسه ورکړ. دى نور په موږ پورې اړه نه لري، دى اوس د زمانو انسان دى."

ولسمشر اوباما چې په خپله د امريکا لومړی تورپوستی ولسمشر دی، وويل دی هم يو له هغو مليونونو دی چې د منډېلا له ژوند يې الهاام اخيستی دی.

"ماديبا د خورا لوړ عزت او د نورو د آزادۍ لپاره د خپلې آزادۍ د نه ايلېدونکې قربانۍ له لارې جنوبي افريقا له سټې بدله کړه او موږ ټول يې پر مخ وخوځولو. له زندانه تر ولسمشرۍ د هغه د ژوندانه مزل، له ځانه سره دا ژمنه راوړه چې انسانان او هېوداونه پر ښه لوري بدلون موندلى شي."

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ښاغلي منډېلا ته د خپل درناوي څرګندولو کې وويل "د نړۍ يوه ستره رڼا ولوېده."

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم نېلسن مانډېلا ته د درناوي وړاندې کولو کې تر ډېرو لومړى و:

ده وويل "زه د نلسن ماندېلا پر مرگ د زړه له کومي خواشينى يم. نېلسن منډېلا د عدالت اتل او دانساني هڅونې يوه حليمه بېلگه وه. په نړۍ کې ډېری د انساني عزت، برابرۍ او آزادۍ لپاره د هغه د سرښندنونکې مبارزې تر اغېز لاندې دي. له دې سره جوخت هېچا هم زموږ په زمانه کې د هغه هومره د ملگرو ملتو د ارزښتونو په پياوړتيا او پرمختيا کې ونډه نه ده لرلې."

Image caption په نيويارک کې د ملګريو ملتونو امنيت شورا د نېلسن منډېلا د مرګ پر ياد چوپتيا کوي

د جنوبي افريقا پخواني سپين پوستي ولسمشر اېف ډبليو ډي کلرېک چې په گډه يې له نېلسن منډېلا سره د نوبل سولې جايزه وړې وه، بي بي سي ته د هغه ميراث ستر وباله او ويې ويل "د هغه تر ټولو لوى ميراث دادى چې ټول يې سره يو موټى کړل او په بري سره يې د تېرې زمانې د کړکېچونو او د نن ورځې د سوله ييز ژوندانه ترمنځ يو پول جوړ کړ."

د منډېلا ژوند

له هغه راهيسې چې له روغتون وتلی و، د جنوبي افريقا ولسمشرۍ په وار وار د ښاغلي منډېلا حالت نازک خو ثابت بللی و.

نېلسن منډېلا په ۱۹۱۸ کال کې زېږېدلی، او په ۱۹۴۳ کال کې د قانون يو زده کوونکي په توګه د افريقا ملي کانګرېس ګوند سره يو ځای شوی و.

ده او د افريقا ملي کانګرېس نورو مشرانو د اپارټايډ يا يوازې د سپينانو واکمنۍ پر وړاندې مبارزه وکړه.

دی په ۱۹۶۴ کال کې په عمري بند محکوم شو، او بيا له ۲۷ کلونو بند تېرولو وروسته په ۱۹۹۰ کال کې هغه مهال له زندان خوشی شو، چې جنوبي افريقا د توکمپالنې سخت بېلتون نه د لېږد پړاو پيل کړ.

نېلسن منډېلا ته په ۱۹۹۳ کال د نوبل جايزه ورکړل شوه، او په ۱۹۹۴ کال کې د جنوبي افريقا لومړی تورپوستی ولسمشر وټاکل شو. د ولسمشر په توګه له ۵ کلونو پاتې کېدو وروسته له دندې ښکته شو.

له دندې پرېښودو وروسته دی د اېډز ناروغۍ پر وړاندې د جنوبي افريقا تر ټولو جګپوړی استازی شو، او په دې کې يې هم مرسته وکړه چې هېواد يې د ۲۰۱۰ کال فوټبال نړيوالو اتلوليو کوربه شي.

ورته مطالب