د نېلسن منډېلا د مړينې په اړه نړیوال غبرګونونه

Image caption په ټولنیزو رسنیو، فېسبوک او ټویټر کې هم د نړۍ په لرو بر کې خلکو نېلسن منډیلا ته خپل درناوي او پېزوینې وړاندې کړې دي

د جنوبي افريقا لومړی تورپوستی ولسمشر او د توکميز توپير ضد څېره نېلسن منډېلا ومړ. د ښاغلي منډېلا د مرګ اعلان د دغه هېواد ولسمشر جېکوب زوما وکړ.

منډېلا چې د خپل عمر پای کې ۹۵ کلن و، په زندان کې يې له ۲۷ کلن بند تېرولو وروسته، د تېرې شلمې پېړۍ ۱۹۹۰ لسيزې اوږدو کې د سپين پوستي لږکي له واکمنۍ د لېږد مشري وکړه.

د ده د مړینې خبر ته د نړۍ په لر او بر کې د سياستوالو غبرگون سملاسي و.

ولسمشر حامد کرزي منډېلا د خپل عصر یو بې مثاله شخصیت وباله. "نېلسن منډیلا ومړ. هغه د بشر د درناوي، برابرۍ، او ازادۍ لپاره زموږ د عصر د بېلږې وړ شخصیت و. يو داسې بې کبره شخصيت چې نه يواځې یې د سویلي افریقا تورپوستو لپاره د اپارتاید پر ضد مبارزه کړې ده بلکې زموږ ټولو د عزت لپاره یې منډې وهلي دي. تاريخ به یې زرینو ټکو یادوي. منډيلا يې حق لري."

Image caption ولسمشر کرزي منډېلا یو بې کبره او نړيوال شخصیت وباله چې د بشریت د عزت لپاره یې منډې وهلي دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل ښاغلي منډېلا تر هغه څه چې د يوه بنيادم وس دى ډېر څه تر لاسه کړيدي.

"موږ يو خورا اغېزمن، زړور او خورا ښه انسان چې په دې نړۍ کې ورسره زمان شريکېدلى شي، له لاسه ورکړ. دى نور په موږ پورې اړه نلري، دى اوس د زمانو انسان دى. ماديبا د خورا لوړ عزت او د نورو د آزادۍ لپاره د خپلې آزادۍ د نه ايلېدونکې قربانۍ له لارې جنوبي افريقا له سټې بدله کړه او موږ ټول يې پر مخ وخوځولو. له زندانه تر ولسمشرۍ د هغه د ژوندانه مزل، له ځانه سره دا ژمنه راوړه چې انسانان او هېوداونه پر ښه لوري بدلون موندلى شي."

ښاغلي اوباما زیاته کړه ښايي چې موږ به د نېلسن منډېلا په څېر کسان بيا ونه گورو، نو ځکه اوس دا زموږ کار دى چې د هغه له خوا غوره شوې بېلگې چې څومره شونې وي، تعقيب کړو يعنې پرېکړې په کرکې نه، په مينه وکړو، چې په بدلونو کې د يوه کس ونډه کم ارزښته ونه بولو او د دداسې يوې راتلونکې خواته هڅه وکړو چې د هغه د قربانيو ارزښت ولري."

Image caption ملکې ویلي د ښاغلي منډيلا په مړينه ډېره خواشينې شوې ده

په برتانیا کې ملکې ایلیزابیت ويلي چې د ښاغلي منډيلا په مړينه ډېره خواشينې شوې ده، او ننۍ جنوبي افريقا چې له سولې برخمنه ده د هغۀ ميراث دى. د برتانیا لومړي وزير ډيوډ کيمرون وايي نېلسن منډيلا سره د هغه ليدنه د ژوند له مهم وياړونو څخه دي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپل پیغام کې ښاغلى منډېلا د اوسني عصر يو تر ټولو وتلى سياستوال وو.

د چين ولسمشر شي ژنگ پينگ ویلي هېواد به يې تل د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د اړيکو په ټينگولو کې د نېلسن منډېلا ونډه ياد ساتي.

د هندوستان لومړي وزير من موهن سينگ ويلي دي د نېلسن منډېلا مړينه څومره چې د جنوبي افريقا تاوان دى هومره يې هندوستان هم خپل غم گڼي.

د ملگرو ملتو سرمنشي بان کي مون هم نېلسن منډېلا ته د درناويو په وړاندې کولو کې تر ډېرو لومړى و.

"زه د نېلسن منډېلا پر مرگ د زړه له کومي خواشينى يم. نېلسن منډېلا د عدالت اتل او د انساني هڅونې يوه حليمه بېلگه وه. په نړۍ کې ډېرئ د انساني عزت، برابرۍ او آزادۍ لپاره د هغه د سرښندنونکې مبارزې تر اغېز لاندې دي. له دې سره جوخت هېچا هم زموږ په زمانه کې د هغه هومره د ملگرو ملتو د ارزښتونو په پياوړتيا او پرمختيا کې ونډه نده درلودلې."

د جنوبي افريقا پخواني سپين پوستي ولسمشر اېف ډبليو ډي کلرېک چې په گډه يې له نېلسن منډېلا سره د نوبل د سولې جايزه وړې وه، بي بي سي ته د هغه پر ميراث وویل:

"فکر کوم د هغه لوى ميراث او پر جنوبي افريقا يې لوى اغېز په دې کې دى چې موږ له دومره ژورې رنگارنگۍ سره سره يو له بل سره په سوله کې يو او اوس به يې بيا پر مړينه، په خپل گډ غم او وير کې، يو بل ته سره لاسونه ورکوو. د هغه تر ټولو لوى ميراث دادى چې ټول يې سره يو موټى کړل او په بري سره يې د تېرې زمانې د کړکېچونو او د نن ورځې د سوله ييز ژوندانه ترمنځ يو پل جوړ کړ."

نېلسن منډیلا د نړيوالو لپاره د زغم او پخلاينې سمبول و.

د جنوبي افریقا ډېره برخه لاهم له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان ده. د اېدز د ناروغۍ وېره پر ټول هېواد خپره ده. خو د نېلسن منډېلا او ده په شان نورو د کار او هڅو له برکته د عادي تور پوستو حقونه د تل لپاره بدل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو، فېسبوک او ټویټر کې هم د نړۍ په لرو بر کې خلکو نېلسن منډیلا ته خپل درناوي او پېزوینې وړاندې کړې، د هغه په اړه یې خپلې انګېرنې څرګندې کړي.

د بي بي سي پښتو فیسبوک کې ځینو اورېدونکو داسې لیکلي.

جمیل نیازی وايي که د منډیلا په څېر مشر په افغانستان کې پیدا شي افغانستان به جوړ شي.

شریفه شریف، ښاغلی منډېلا د خدای پامان. تاسې یو بې څارې کس وئ او تاریخ کې به تل پاتې اوسۍ.

امان الله خلیل، د نېلسن منډېلا مړینه د ټولې نړۍ لپاره یوه ستره ضایعه ده. که د منډېلا په څېر مو یو څو مشران لرلی نو ټولو انسانانو به په سوله کې ژوند کولی.

احمد شاه، افغانستان یو نېلسن منډېلا ته ضرورت لري.

ورته مطالب