د منډېلا مرګ: د کورنۍ لپاره "سختې شېبې"

Image caption د منډېلا کورنۍ تېرې دوې ورځې او راتلونکې اوونۍ سختې شېبې بللې دي

د نېلسن منډېلا کورنۍ د هغه له مرګه وروسته لومړنۍ ښکاره وینا ورکړې او تېرې دوې ورځې او راتلونکې اوونۍ یې سختې بللې دي.

د کورنۍ ویاند تورن جنرال تېمبا ماتانزیما وویل "د کورنۍ ستنه نړېدلې ده. خو دی به تل زموږ په زړونو او ارواوو کې پاتې شي."

په جنوبي ا فریقا کې د منډېلا د ویر مراسم روان دي.

د جنوبي افریقا حکومت وایي د منډېلا مړی به خاورو ته تر سپارلو وړاندې درې ورځې په پریتوریا کې ګرځوي او بیا به راتلونکې یکشنبه خاوروته سپارل کېږي.

په پام کې ده چې د منډېلا مړی به له یخچاله اخېستل کېږي او د چارشنبې، پنجشنبې او جمعې پر ګهیځ به په ښار کې تر ګرځولو وروسته د صنفي اتحادیو ودانۍ کې د دولتي مراسمو لپاره اېښودل کېږي.

له ویر کوونکو غوښتل شوي چې په کتارونو کې ودرېږي.

سلګونه ویرجن د ښاغلي منډېلا د کور بهر د جوهانېسبورګ په شمالي څنډو هوفتن کې راټول شوي او له کوره بهر زرګونه د ګلانو ګېډۍ او بلې ډېوې اېښودل شوې دي.

ښاغلی منډېلا د پنجشبنې پر ورځ د ۹۵ کلونو په عمر مړ شو.

د شنبې پر ورځ د جنوبي افریقا حکومت د ۱۰ ورځني وير اعلان وکړ او ویې ویل چې ښه به وي څومره چې شونې وي هغومره زیات خلک دې پخواني ولسمشر ته د درناوي مراتب پر ځای کړي او وروستۍ مخه ښه ور سره وکړي.

د سې شبنې پر ورځ به د جوهانېسبورګ د اېف اېن بي په ستر لوبغاړي کې د یاد رسمي مراسم پر ځای شي.

د خدای په آمانۍ تر درې ورځنیو مراسمو وروسته به د نېسلن منډېلا جسد د الوتکې له لارې د پرېتوریا د قونو اډې ته یووړل شي او د کېپ په ختیځ کې به خارو سپارلو ته چمتو شي.

قونو هغه ځای دی چې نېلسن منډېلا په کې لوی شوی و او وروسته تقاعد هم شو.

د ټولو دولتي ماڼیو له پاسه به د دغه هېواد بیرغ نیم ځوړند وي.

د دعاوو ورځ

د غمشریکۍ کتابونه به د هېواد په لرو بر کې کېښودل شي او خلک به د انلاین له لارې خپلې خاطرې او احساسات له نورو سره شریک کړي.

د یکشنبې ورځ د رسمي دعاوو ورځ ده او ولسمشر جېکوب زوما د جنوبي افریقا له ولسه غوښتي چې لوبغالو، کلیساوو، تالارونو او نورو عبادت ځایونو ته ولاړ شي.

نوموړي وویل موږ باید د منډېلا یاد په دعاوو، سندرو او نڅاوو وکړو او د داسې انقلابي مبارز ویر وکړو چې د ازادۍ روح یې ژوندی ساتلی و او موږ یې د نوې ټولنې پر لور بوتلو.

د حکومت په اعلامیه کې راغلي: کله چې له ښاغلي منډېلا پوښتل شوي و، غواړي چې خلک یې څنګه یاد کړي، د ده ځواب دا و: "زه به ډېر کبرجن وم که ووایم خلک مې دې څنګه یاد کړي، دا د جنوبي افریقا ولس پورې اړه لري. زه غواړم چې په قبر مې یوازې په تیږه ولیکل شي: منډېلا!."

د منډېلا ۶۷ کلن ملګري احمد کاترادا بي بي سي ته د خپلو احساساتو په لړ کې وویل ډېر غمجن شو چې خپل پخوانی او زوړ ملګری يې د کال په پیل کې په روغتون کې ولید.

"ما ۶۷ کاله هغه د یوه غښتلي سړي په توګه پېژانده او زه هېښ شوم چې د نا روغۍ په حال کې مې یوازې د هغه سیوری وليد. ما د منډېلا مېرمنې ته وویل نشم کولی هغه په داسې حال کې وګورم."

ښاغلی کاترادا وایي "وروسته هغې پیغام را واستاوه چې ډاکترانو ورته ویلی دي نن پنجشنبه یې وروستۍ شپه ده او مري به."

د منډېلا د مړينې په اړه د نړۍ مشرانو، مشهورو ستورو او عامو وګړو د خواخوږۍ او غمرازۍ ګڼ شمېر پيغامونه استولي دي.

ورته مطالب