سوریایي جهادیان د ترکیې خاوره کاروي

Image caption سوري حکومت مخالف فعالین وایي جهادیان د سوریې پاڅون له منځه وړي

د برتانویانو په ګډون بهرني جهادي جنګیالي د ترکیې په جنوب کې پټنځایونه کاروي او وروسته د سوریې له حکومتي ځواکونو سره جګړې ته ورځي.

د ریحانلي په ښار کې یوه سړي چې د داسي پټنځي مشر دی وویل د شلو برتانویانو په ګډون ۱۵۰ تنو جنګیالیو په تېرو دریو میاشتو کې دغه پټنځی د جګړییزو عملیاتو لپاره کارولی دی.

د ترکیې له خاورې تېرې شوې لارې تر دې وړاندې هم القاعدې کارولې خو اوس یې په منظم ډول کاروي.

سوري حکومت مخالف فعالین وایي جهادیان د سوریې پاڅون له منځه وړي.

"ناسم مسلمانان"

د ریحانلي په ښار کې د پټنځي یوه مسوول د بي بي سي ریچارد ګلپين ته ویلي په تېرو ۹۰ ورځو کې دلته څه د پاسه ۳۰۰ تنو وخت تېر کړی دي.

د دغو کسانو له ۱۵ تر ۲۰ پورې یې برتانویان وو. دوی د ملګرو له خوا وربلل شوي وو.

نوموړی زیاتوي چې جهادیان سوریې ته تر اوښتو مخکې دوه درې شپې پاتې کېږي او خپلو هېوادونو ته د بېرته تګ پر لار هم دلته پاتې کېږي.

یوه فرانسوي جنګیالي زموږ خبریال ته وویل "موږ زرګونه کسان یو او د نړۍ له هر هېواده دلته د جهاد لپاره راغلي یوو".

هغه زیاته کړه "موږ ټول القاعده یوو". دغه جهادي چې فرانسوی زده کوونکی دی وویل دی هغې لېوا ته ورګډ شو چې ۸۰۰ تنه په کې وو.

دی وایی دا لېوا له هغه اېتلاف سره یو ځای شوه چې ځانته د لویې سوریې او عراق اسلامي دولت وايي.

تېر کال زرګونه بهرني جنګیالي چې ۳۰۰ برتانویان هم په کې وو ، سوریې ته تللي او د ولسمشر بشار الاسد د ځواکونو پرضد جنګېږي.

خو د سوریې اصلي وسله وال مخالفین وایي جهادیان نه یوازې د سوریې رژيم پرضد جنګېږي بلکې په پر له پسې توګه د سوریې د خپلواک پوځ پرضد هم جګړه کوي.

د سوریې د خپلواک پوځ یوه پخواني کومندان وویل تر هغه وروسته چې قطعه یې جهادیانو ونیوله دی ترکیې ته وتښتېد.

هغه زیاته کړه جهادیانو ورته وویل، "تاسو سم مسلمانان نه یاست".

"ما په خپلو سترګو لیدل چې دوی زما ملګري په وسپنه وهل، د دوی مخونه یې د وسلو او مهماتو په بکسونو وهل او بیا یې وژل. ټول دهلیز له وینو ډک و."

"موږ انقلاب د ازادۍ او برابرۍ لپاره کړی دی خو جهادیان دا نه غواړي. دوی د سوریې ورانولو لپاره راغلي دي".

کومندان زیاته کړه دی د قطې د څو سړیو له ډلې دی چې ژوندی پاتې دی.

ورته مطالب