تهران کې روحاني د کرزي تود هرکلی کړی

Image caption ه امریکا سره د امنیتي تړون پرسر تر امنیتي لویې جرګې وروسته دا ایران ته د ولسمشر کرزي لومړی ورځنی سفر دی

تهران ته د افغان ولسمشر حامد کرزي په رسېدو، د ایران ولسمشر حسن روحاني د کرزي تود هرکلی کړی دی.

دا د تېرې مشورتي لویې جرګې تر جوړېدا وروسته ایران ته د افغان ولسمشر کرزي لومړنی یو ورځنی سفر دی.

مشورتي لویې جرګې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون تایید کړ، خو ولسمشر کرزي د تړون د لاسلیکېدو لپاره امریکا ته دوه شرطونه وړاندې کړل.

لومړی شرط یې دا و، چې امریکايي ځواکونه به د افغانانو په کورونو کې هر راز هوايي او ځمکني عملیات بندوي، او دویم دا چې د سولې ریښتینې خبرې به پیلوي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي وېبپاڼې په یوه لنډ خبر کې لیکلي چې: "د هېواد له ولسمشر د ایران ولسمشر حسن روحاني د لوړې مراسمو پرمهال، چې د تېر اسد/زمري پر ۱۳ ترسره شول، غوښتنه وشوه، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت او خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي".

د ولسمشرۍ دفتر یوه مامور فایق واحدي بي بي سي ته وویل، که څه هم په مشخص ډول ایران ته د ولسمشر کرزي د سفر په لړ کې د امریکا او افغانستان ترمنځ تړون ته اشاره نه ده شوې، خو "ټول هغه مسائل" چې د دواړو هېوادونو (ایران او افغانستان) ترمنځ مهم دي، د خبرو او بحث اصلي موضوع اعلان شوي.

ایران د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون ډاګیزه مخالفت کړی و.

د ایران فارس خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په حواله ویلي چې "زموږ په باور دغه تړون په افغانستان کې په لوی لاس د تاوتریخوالي د اوږدولو لپاره یو قانوني چوکاټ جوړول دي". فارس دا هم ویليو چې دغه چارواکي ټینګار کړی "دغه تړون باید نورو ته د ګواښ او زیان لامل ونه ګرځي. موږ یې مخالف وو او باوري یو چې دغه تړون به په پای کې له افغانستان سره هېڅ مرسته ونه کړای شي".

وړاندې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ابراهیم رحیم پور ویلي وو چې "ایران په وروستیو کې له افغان چارواکو سره د ورورولۍ فضا کې له دغه تړون سره مخالفت ښوولی و، ځکه چې د دا ډول تړون لاسلکېدل د افغان حکومت او ولس لپاره د اوږد مهال لپاره زیانونه جوړوي".

حامد کرزي داسې مهال ایران ته سفر کړی، چې د امریکا د دفاع وزیرچک هېګل د تېرې شنبې په ورځ (قوس/ لیندۍ ۱۶) کابل کې د دفاع له وزیر بسم الله محمدي سره د کابل او واشنګټن ترمنځ د تړون په اړه خبرې وکړې. ښاغلي هېګل وویل، چې د دفاع وزیر د تړون د لاسلیکېدو ډاډ ورکړی دی.

د امریکا حکومت غواړي، دغه تړون د روان ۲۰۱۳ کال له پای ته رسېدو مخکې، چې تر یوې میاشتې کم وخت ورته پاتې، لاسلیک شي.

خو افغان حکومت وايي، چې ترهغو چې شرطونه یې منل شوي نه وي، ددغه تړون لاسلیکولو ته بیړه نه لري.

که چېرې دغه تړون لاسلیک شي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د امریکا نژدې پنځلس زره پوځيان او د ناټو نورو غړو هېوادونو نور پوځيان پاتې کېدی شي.

دغه تړون امریکايي ځواکونو ته د افغانستان په نهو سیمو کې د پوځي حضور لرلو اجازه ورکوي.

ورته مطالب