فرانسوي ځواکونه مرکزي افریقا ته رسېدلي

Image caption فرانسوي ځواکونه د جنوبي افریقا جمهوریت ته رسېدلي دي

فرانسوي ځواکونه د مرکزي افریقا جمهوریت د بوسانګوا ښار ته رسېدلي دي.

فرانسې د افریقايي ټولنې له ځواکونو سره په ګډه د تاو تریخوالي د کرارولو په موخه ۱۶۰۰ سرتېري مرکزي افریقا جمهوریت ته استولي دي.

د فرانسې د دفاع ژان ایوز لو دراین بي بي سي ته وویل "د ځواکونو موخه یې په سیمه کې د امنیت خوندي کول او بشري مرستو د رسېدو لپاره د شرایطو برابرول دي."

ښاغلی دراین وایي د پنجشنبې په ورځ یې د تاوتریخوالي په غبرګون کې عملیات ګړندي کړي دی.

هغه زیاته کړه د افریقايي ټولنې د سوله ساتو په چوکاټ کې د بوسانګوا په ښار کې له کانګولیایي ځواکونو سره په ګډه کار کوي.

د افریقایي ټولنې د سرتېرو شمېر ۶۰۰۰ تنو ته رسېږي.

د مرکزي افریقا په جمهوریت کې په مارچ کې دولسمشر تر نسکورولو وروسته ناکرارۍ پیل شوې.

ولسمشر فرانسوا بوزیزي د سیلیکا په نوم یاغیانو له واکه لرې کړ.

وروسته د یاغیانو مشر میشیل جوتودیا د ولسمشر په توګه واک تر لاسه کړ.

اوس د په وچه ایسار هېواد زیاته برخه وسله والې ډلې چې اکثریت یې د سیلیکا یاغیان دي کنترولوي.

فرقه ییز تاو تریخوالی

په دې وروستیو کې تاو تریخوالي فرقه ییز شکل وموند او د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ اخ وډب پیل شو.

د فرانسې ولسشمر فرانسوا اولاندې وویل "باوري دی چې په شپږو میاشتو کې به امنیت خوندي شي."

خو کله چې له نوموړي د ښاغلي جوتودیا د راتلونکي په اړه وپوښتل شول، د ده ځواب دا و "تاسو نه شی کولئ داسې سړی په واک کې پرېږدئ چې هیڅ نه شي کولی او حتی د ستونزې برخه ده."

د شنبې په ورځ شاوخوا ۸۰ فرانسوي سرتېري د بوسانګوا ښار ته ورسېدل.

په وروستیو ورځو کې په دې ښار کې شاوخوا ۳۰ تنه په نښتو کې وژل شوي او د افریقایي ټولنې سوله ساتي له هغو ۱۰۰۰ کسانو سره د مرستې هڅې کوي چې بې ځایه شوي او د دوی اډې ته ورغلي دي.

لکه چې د بي بي سي توماس فېسي کاږي "دا ولسي وګړي چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي په ګردجنه ځمکه کې راغونډ شوي او سرپټونی نه لري."

خبریال وایي اوس لومړني درمل رسېدلي دي خو خوړو او اوبو ته لا هم خلک سترګې په لاره دي او نښتو د خوراکي توکو د کاروانونو لارې بندې کړې دی.

د بوسانګوا کلیسا ته نیږدې شاوخوا ۴۰ زرو تنو پناه اخیستې ده.

Image caption زرګونه کسان له خپلو کورونو تښتېدلي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

دا کلیسا له پلازمینې ۳۰۰ کیلومتره لرې پرته ده.

د ښار په یوه ښوونځي کې شاوخوا ۷۰۰۰ مسلمانان راګیر دي.

د بي بي سي خبریال وایي "هېڅوک د یکشنبې په ورځ د دوو سیمو له منځه نه شول تېرېدلی."

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کیمون د شنبې په ورځ وویل "د مرکزي افریقا په جمهوریت کې کم ترکمه ۹۰۰۰ سوله ساتو ته اړتیا ده او هیله یې څرګنده کړه چې دا به په پای کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو برخه وګرځي."

ملګري ملتونه وایي، د مرکزي افریقا د جمهوریت شاوخوا ۴،۶ میلیونه وګړي له خپلو کورنو تښتېدلي او څه د پاسه یو میلیون کسان خوراکي توکو ته بیړنۍ اړتیا لري.

ورته مطالب