مرستندويې ټولنې الشباب ته پيسې ورکوي

Image caption دغې ډلې د مرستندويو ادارو د څار او کنټرول پر مختللى نظام رامنځته کړى و.

په يوۀ نوي خپارۀ شوي رپوټ کې څرگند شوي چې مرستندويو ټولنو په ٢٠١١ م کال کې لوږه ځپلو سوماليايانو ته د مرستې رسونې لپاره په کومه کچه جوړ جاړي ته غاړه ايښې وه.

دغه رپوټ چې د بهرنۍ پرمختيا انسټېټيوت او په مگديشيو کې د هېرتچ په نامه د تگلارو څېړنې انسټېټيوت په گډه چمتو کړى، موندلي چې د الشباب اسلامپالې ډلې د خپلې ولکې سيمو ته د لاسرسي په بدل کې له مرستندويو ټولنو نه پيسې غوښتي، او دوى هم ورکړې دي.

په دغې قحطۍ کې څه د پاسه دوه نيم لکه کسان مړه شول چې ډېره يې د الشباب تر ولکې لاندې سيمو کې وو.

رپوټ هغه جزييات په ډاگه کوي چې څنگه الشباب له مرستندويو ټولنو نه د "نوم ثبتونې" د پيسو په نامه تر ١٠٠٠٠ ډالرو پورې اخيستې دي.

په ډېرو مواردو کې الشباب ټينگار کړى چې په خپله مخامخ مرستې ووېشي، او ډېره برخه يې بيا ځانته ساتلې ده.

د بېلگې په توگه ويل کېږي چې الشباب د بېډووا په ښارگوټي کې د مرستو شويو خوراکي توکيو دوه دريمه برخه خپلو جنگياليو ته وساتله.

دغې ډلې د مرستندويو ادارو د څار او کنټرول پر مختللى نظام رامنځته کړى و.

الشباب ان د بشري همغږۍ دفتر په نامه يوه اداره جوړه کړې وه، اومرستندويې ډلې اړې وې چې له دغې ادارې سره په همغږۍ کې خپلې چارې پرمخ بوځي سره له دې چې دوى له دغې کړنې سره قانوني خطرونو سره هم مخامخ و، ځکه د ترهگرۍ ضد قوانين د الشباب په څېر ډلو سره د دوى ښکېلېدل منع کوي.

رپوټ وايي هغه مرستندويې ټولنې چې د الشباب د ولکې په سيمو کې يې فعاليت کاوۀ اړې وې چې يوه ځانگړې فورمه ډکه کړي او همداراز پر يوۀ ژمنليک لاسليک وکړي چې دوى به له ځينو مالومو ټولنيزو او مذهبي فعاليتونو نه ډه ډه کوي.

الشباب وار له مخه پر ځينو مرستنديو ټولنو بنديز لگولى و او ځينې بيا د دغې ډلې د غوښنتنو له امله د ولکې له سيمو يې ووتلې.

د رپوټ ليکوالان وايي خو ځينو مرستنديو ډلو الشباب ته د پيسو ورکړه جاري وساتله ترڅو هغو وگړو سره مرستې وکړي چې د سوماليا په دغو برخو کې چې اوس هم د دغه غورځنگ په ولکه کې دي، اوسېږي.

ورته مطالب