مخکنی امریکایی پوځي کابل کې د بوټانو فابریکه جوړوي

Image caption ۳۴ کلن ګریفین وايي چې ان په ۲۰۰۹ کال یې هغه ددې فابریکې د جوړولو هوډ درلود

د امریکا ځانګړو ځواکونو یو مخکنی پوځي افغانستان کې د جګړې او وژنو پرځای کابل کې له افغانستان سره د همکارۍ په نیت د بوټانو جوړولو د فابریکې هوډ کړی دی.

ماتیو ګریفین چې درې ځلې افغانستان ته د پوځي دندې لپاره تللی، وايي چې د اقتصادي همکارۍ له پلوه له افغانستان سره مرستې کولو ته جدي دی، داسې چې هلته د جګړې او پوځي دندې ترسره کولو پرځای له خلکو سره د همکارۍ په موخه د بوټانو یوه فابریکه پرانیزي.

۳۴ کلن ګریفین چې په اتلس کلنۍ کې د امریکا پوځ ته داخل شوی، د خپل نوي سوداګریز پلان په اړه واي چې ان په ۲۰۰۹ کال یې هغه ددې فابریکې د جوړولو هوډ درلود، چې له پوځي دندې یې د درو کلونو لپاره لاس واخیست.

نوموړي وايي، دا سوچ هغه مهال ورته پیدا شو، چې کابل کې د بوټانو جوړولو یوې فابریکې ته ورغی او د هغوی کار یې ډېر خوښ شو.

دی وايي، په دې فابریکه کې به چپلې جوړېږي، چې افغانان یې ډېرې په پښو کوي، او دا کار ځکه کوي، چې امریکا کې د دا ډول فابریکې جوړول ډېره پانګونه غواړي، خو کابل کې یې پرې لږ لګښت راځي.

خو نوموړی وايي، عملي ګام یې یونیم کال وروسته واخیست، ځکه چې هغه مهال یې شرکت له یو لړ ستونزو سره مخامخ و.

له هغه سره امریکا کې د بوټانو جوړولو فابریکې پرانیستلو کې د هغه ملګرو هم همکاري کړې ده، چې دا مهال سیاټل ته څېرمه په ایساکا کې موقعیت لري.

دغه مخکني ځانګړی امریکایی پوځي پخپل سوداګریز پلان کې یوازې نه دی، د امریکايي پوځ دوه نور پخواني افسران ډونالډ لیز او انډرو سویري هم ورسره مل دي، چې درې واړه به له صفر څخه کار پیلوي.

ګریفین لومړی د کمبټ فلیپ فلاپس په نامه امریکايي شرکت کې کار پیل کړ، چې د بوټانو جوړولو چارې یې مخته وړلې، او له افغان سیمه ییزو شرکتونو سره یې هم خبره کړې ده، چې خپل تولیدات امریکا ته ورسوي، خو وايي دا چې کیفیت یې پر هغو نړیوالو معیارونو ولاړ نه دی، چې بهر ته دې واستول شي.

دی وايي، ځینې وخت دې ته اړ شوی، چې د خرڅلاو پرځای خپل بې کیفیته تولیدات پر سیمه ییزو خلکو په وړیا توګه ووېشي.

ګریفین، چې کابل کې له امریکايي ځواکونو سره دنده مخته وړې ده، او په ۲۰۰۶ کال د پوځي ماموریت تر ختمېدا وروسته د طبي همکاريو د ملکي مامور په توګه ستون شوی، یو افغان شرکت یې د کار لپاره غوره بللی دی، خو پرېکړه یې دا وه چې د شرکت افغان څښتن له پوځ سره د پوځي بوټانو د جوړونې تر قرارداد پای ته رسولو وروسته د شرکت تړلو ته اړ شو، خو ګریفین وپتېیله چې د شرکت نوې چارې له صفر پیل کړي.

که څه هم ګریفین په دې کار کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، خو وايي چې تر ډېره پرې لاسبری شوی دی، او وايي چې د پوځي دندې پرمهال له ستونزو د وتلو تجربو یې د نویو ستونزو د حل په برخه کې ډېره همکاري کړې ده.

پوځیانو ته نه، بلکې کارګرو ته اړتیا

Image caption د ګریفین شرکت دا مهال د افغان مېرمنو لاسي صنایع هم پلوري او پېري

وروسته تر هغه چې ګریفین د دویم ځل لپاره کابل ته د یوه ملکي مامور په بڼه ستون شو، هوډ یې وکړ، چې کابل د نورو سیمو په پرتله یوڅه خوندي او د کاروبار لپاره ښه ځای دی، د خلکو کوچنیو پانګونو هم دی دې ته هڅولی، چې د بوټانو فابریکې پرانیستلو ته ټینګ هوډ وکړي.

ګریفین وايي: "لومړی مې په ذهن کې راتېر شول، چې د افغانستان له اوسنیو شرایطو ګټه واخلو، ولې د دې پرځای چې هلته پوځيان واستوو، کارګرو نه لېږو".

بشري پیغام

ګریفین په دې اړه هم فکر کوي، چې کابل ته د چپلو جوړولو خام مواد په لویو موټرو کې واستول شي، چې هلته په شخړمنو سیمو کې د بوټانو له ګرځنده شرکتونو سره همکاري وشي، دا کار به له یوه پلوه د سیمې له اوسېدونکو سره اقتصادي همکاري وي او بل دا چې د ژوند چارې به یې ښې مخته ولاړې شي.

ښکاري چې نوموړی پر دې هم ټینګار لري، چې د کار دغه ډول په کابل او نورو ورڅېرمه سیمو کې دود شي، د ګریفین شرکت دا مهال د افغان مېرمنو لاسي صنایع هم پلوري او پېري.