نېلسن منډېلا: افغانستان به راپورته شي

Image caption نېلسن منډېلا: افغانستان به راپورته شي

زما ملګري د داسې یوې بېلګې لټولو کې پاتې راغلل چې نېلسن منډېلا دې کله افغانان یا افغانستان په خپله کومه وینا کې ژړلي یا ستایلي وي.

خو سره له دې هم د افغانانو دا بې ساری غبرګون یې د افغانانو د ټولنیز مسئولیت، او خپلواکۍ خوښونې د خوی یوه نښه وبلله چې زرګونه کیلومتره لرې زېږېدلی او مړ شوی یو داسې مبازر باندې ویر کوي چې د دوي ژوند سره یې کومه نېغه اړیکه نه درلوده.

نورو ملګرو بیا منډېلا باندې د افغانانو ویر د دې څرګندونه وبلله چې افغانانو هېڅکله هم منډېلا په څېر مشر ونه موند، او نننی ویر په اصل کې د همداسې یو مشر د ارمان څرګندونه ده.

خو زما تجربه له دې ملګرو نه یو څه بېله وه.

یا به د ۱۹۹۹ کال لومړۍ میاشتې وې، یا به د ۱۹۹۸ کال وروستۍ. نېلسن منډېلا د خپلې ولسمشرۍ د پای په درشل کې بېلابېلو هېوادونو ته د خدای پامانۍ د سفرونو په لړ کې پاکستان ته رسېدلی و.

پاکستاني تشریفاتو د ټکسلا د موزیم لیدلو ته د ټکسلا تاریخي سیمې ته راوستی و چې د ګندهارا د تمدن د کنډوالو په ورښولو ورته دوه ورځنی سفر یو څه په زړه پورې کړي.

مونږ دغه وخت په ټکسلا کې اوسېدلو. په ټکسلا کې یو ښایسته شمېر افغانان چې څوک له جګړې راتښتېدلي وو او څوک له بې وزلۍ، مېشت ول.

په لسګونو تنکي افغانان چې له زده کړو نه بې برخې شوي وو په دې تاریخي ښارګوټي کې د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو پسې په درندو فزیکي کارونو بوخت وو.

د نېلسن منډېلا د راتګ خبر په دې واړه ښار کې په لسکونو ځایي وګړي د بوډا ولسمشر د لیدلو لپاره موزیم پلو سیخ کړل.

مونږ یو شمېر افغانان د یو ځایي ښونځي د زده کونکو په ډله کې په ګډه د نېلسن منډېلا لیدلو ته موزیم ته ورغلو.

د موزیم په انګړ کې د لرغونو ناجو ونو په منځ کې ډېرکلن نېلسن منډېلا خپلو مېلمه پالانو او ساتونکو کلابند کړی و.

که څه هم د ده د نوم او شخصیت په پرتله ورته ډېر لږ ځایي خلک لیدلو ته ورغلي ول، خو د ده غږ ایله مونږ ټولو ته رارسېده.

په خپله ځانګړې کوپه ملا، خو دنګه نیولې غاړه او سوکه ګامونو د لېوالو مینه والو له مخې تېر شو.

Image caption ګڼ خلک په دې باور دی چې د نېلسن منډېلا د ژوند بنسټ پر انسانیت ولاړ و ځکه یې په نړۍ کې درناوی ډېر دی.

زمونږ یو شقب او زړه ور ملګري ورپسې په لوړ غږ ورنارې کړې "...مونږ افغانان یو، او منډېلا په افغانانو ګران دی! "

ملګری د دې شقبۍ په سزا له هغه ځای نه وشړل شو، خو منډیلا مخ ورواړوه، خپل کیڼ لاس یې ورپورته کړ او په لړزېدلي غږ یې ورغبرګه کړه چې "افغانستان به راپورته شي! "

دا چې منډېلا څنګه وشول کولی چې په څو ثانیوکې زمونږ د ملګري چغه په خپلو مغزو کې وشاربي، او پرته له دې چې په پاکستان کې د یو افغان موجودیت ورته کوم سوال پیدا کړي تر ټولو اغېرمنه جمله له خولې ووېستله، دا به د ده د بې ساري او تلوسه ناک شخصیت ځانګړنه وګڼو.

خو دا چې د منډېلا جملې په مونږ څو افغانانو څومره اغېزه وشیندله، رښتیا هم ایښنده ده.

مونږ څو تنکيو، بې هېوادو او بې برخو ځوانانو په ټکسلا کې د خپل ژوند تر ټولو له نهیلۍ او مایوسۍ ډکې شپې تېرولې.

دا هغه ورځې شپې وې چې افغانستان د سیمې او نړۍ یو هېر شوی هېواد و، او مونږ د دې هېواد شړل شوي اوسېدونکي.

یوازې مونږ پوهېږو چې د منډېلا په دغې جمله کې څومره اغېزه، او څومره هیله پرته وه.

د نلسن منډېلا دا جمله یو له څو محدودو جملو څخه ده چې اوږدو کلونومې نه یوازې له مغزو پاکه نه کړه، بلکې خوند او خوږوالی یې هم راکم نه کړ.

"!Afghanistan will raise"

"افغانستان به راپورته شي!"

دا جمله مونږ څو تنو سره د نلسن منډېلا وعده وه.

ورته مطالب