نېلسن منډېلا ته د درناوي مراسم پائ ته ورسېدل

Image caption سلګونه کسان د منډېلا د جسد ليدلو په خاطر د پولیسو له ټاکلو لیکو نه هم واوښتل خو ګڼ کسان د هغه د جسد په لیدلو بریالی نه شول.

د سویلي افریقا د وګړو له خوا پخواني فقید ولسمشرنېلسن منډېلا ته د درناوي وړاندې کولو مراسم په داسې حال کې پائ ته ورسېدل چې سلګونه کسان منډېلا ته د درناوي وړاندې کولو په خاطر د پولیسو له ټاکلو لیکو نه هم واوښتل.

په پام کې وه چې شاخوا ۵۰ زره کسان به د جمعې په ورځ نېلسن منډېلا ته درناوی وړاندې کړي خو دا چې د خلکو شمېر له ۵۰ زرو ډېر و ځیني کسان ونه توانېدل.

له دې ډلې دوو تنو بي بي سي ته وویل له دې امله ښه احساس نه لري.

"دا وايي زه ډېر بد احساس لرم چې د ښاغلي منډېلا جسد مې ونه لید. ما هغه ونه لیده او راته وویل شول چې مراسم پائ ته ورسیدل."

"زه ډېر بد احساس لرم، زما لپاره ښاغلی منډېلا یو ستر شخصیت دی. ما غوښتل چې خپل د درناوي مراتب ورته وړاندې کړم خو اوس د درناوي وړاندې کولو ښه لار دا ده چې له نورو خلکو سره ښه چلند وکړم."

د پولیسو یوه چارواکي خبري رسنیو ته ویلي چې د خلکو شمېر له آټکله ډېر و او په وینا یې چې د سویلي افریقا ټولو وګړو غوښتل چې نېلسن منډېلا ته خپل درناوی وړاندې کړي.

چارواکي وايي په تېرو درې ورځو کې شاخوا ۱۰۰ زرو کسانو خپل د درناوي مراتب نېلسن منډېلا ته وړاندې کړل.

ګڼو کسانو د دې چارې لپاره په ساعتونو ساعتونو انتظار ایستي دی.

د بي بي سي خبریال پیټر بیلس په خپل رپوټ کې وايي اوس د نېلسن منډېلا تابوت له ټاکلې ودانۍ نه پورته کړای شوی او نن شنبه (د ډسمبر ۱۴مه) به په یوه هوايي ډګر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د واکمن ګوند یو شمېر غړي هغه ته خپل وروستی درناوی وړاندې کړي.

د چارواکو په خبره له هغه ځایه به د نېلسن منډېلا مړی ختیځ کيپ ته یوړل شي او سبا یکشنبه به د ده په پلارني ټاټوبي کې خښ شي.

نېلسن منډېلا د ډسمبر په پنځمه نیټه د ۹۵ کالو په عمر ومړ.

د ده د مړینې خبر ته د نړۍ په لر او بر کې نه یوازې د سياستوالو او مهمو څېرو بلکي د بېلابیلو هېوادونو خلکو له لوري پراخ غبرگون وښودل شو.

ورته مطالب