نېلسن منډېلا په قونو کې په خپل پلرني ټاټوبي کې ښخ شو

د نېلسن منډېلا مړی وروسته له هغه چې سياسي او ديني مشرانو يې د دولتي جازې پر مهال درناوی څرګند کړ، په خپلې کورنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

په قونو کې د ښاغلي منډېلا پلرني ټاټوبي کې د ښخولو شخصي او دوديزو مراسمو کې د ده کونډه ګراسا ماچېل او ولسمشر جېکوب زوما هم وو.

ښاغلي زوما له دې وړاندې د جنازې تر دې سترو مراسمو ته ویلي وو، چې جنوب افريقايان بايد د ده ميراث پر مخ بوځي.

ښاغلی منډېلا د دسمبر پر ۵ مه د خپل عمر په ۹۵ کلنۍ مړ شو.

د ښاغلي منډېلا لپاره د ياد لس ورځنيو مراسمو وروستۍ ورځ پيل کې د ده تابوت له کوره يوې سترې خېمې ته ولېږدول شو، چې انځور يې په کې د ۹۵ شمعو تر شا ايښودل شوی و، هرې شمعې د ده د ژوند يوه کال استازيتوب کاوه.

تابوت چې د جنوبي افريقا په بيرغ کې پېچل شوی و، له دريځ ښکته ايښودل شوی و، چې ويناوالو ترې د خپل درناوی څرګندونه کوله.

ځينو مېلمنو د جنازې مراسمو له پيل سره د ښاغلي منډېلا ژوند لمانځلو لپاره سندرې ويلي.

د جنازې درناوي مراسمو ته د ښاغلي منډېلا نژدې ملګري احمد کاتراډا ويرکوونکو ته وويل ده يو "مشر ورور" له لاسه ورکړی، چې له ده سره یې د روبن ايلنډ زندان کې ډېر کلونه تېر کړي وو.

د تېرو نژدې مياشتو سختيو يادولو او په دې اړه خبرو پر مهال چې څنګه يې وروستی ځل په روغتون کې د خپل ملګري لاس نيولی و، د ښاغلي کاتراډا غږ احساساتي شو.

ده وويل "په مخه دې ښه ملګريه، زما روزونکيه، زما مشره".

د ښاغلي منډېلا دوو لمسيانو هم د جنازې درناوي غونډې ته وينا وکړه. لمسي يې ناډابا د ده ژوند ليک ولوست، او لمسۍ يې نانډي بيا د خپل نيکه په اړه د مينې خبرې کولې او دی یې يو چلن سمونکی وباله.

ناڼډي وويل "زموږ به یادېږې، ستا زيږ غږ، چې کله به زموږ له چلن خوښ نه وې، زموږ به دې خندا هم يادېږي".

د درناوي ويناوو غوږنيوونکو ترمنځ ګراسا ماچېل او د ښاغلي منډېلا دوهمه مېرمن ويني ماډيکيزېلا منډېلا هم وې. دوی دواړه د ولسمشر جېکوب زوما يو او بل څنګ ته ناستې وې.

د افريقا ملي کانګرېس ګوند غړي، د اپارټايډ یا توکمپالي نظام پر وړاندې پخواني مبارزچيان او پر يو شمېر افريقايي ولسمشرانو او هم د بريتانيا ولي عهد شهزاده چارلز سربېره نور بهرني مېلمانه هم د ګډونوالو ترمنځ وو.

د منډېلا مړی د شنبې پر ورځ (د دسمبر پر ۱۴ مه) په پرېټوريا کې له واټرکلوف هوايی اډې نه په يوه پوځي الوتکه کې ولېږدول شو چې دوو جېت الوتکو يې ملګرتيا کوله.

Image caption د منډېلا ښخولو شخصي او دوديزو مراسمو کې د ده کونډه ګراسا ماچېل او ولسمشر جېکوب زوما هم وو

له قبيلوي دودونو سره سم، د نېلسن منډېلا لمسي یې د خپل نيکه له مړي سره په دې سفر کې ملګرتيا کوله.

په انتظار ولاړو خلکو بيرغونه رپول، شعارونه یې ورکول، سندرې يې ويلي او خپل ورستی درناوی یې وړاندې کاوه.

د خلکو پر څېرو اوښکې او موسکاوې ليدل کېدې.

خو ځینو خلکو بيا د نهليو څرګندونه کوله چې د منډېلا مړي لېږدونکی کاروان نه درېده، ځکه يې نو تابوت ونه شوی ليدلی.

ورته مطالب