د عبدالقادر ملا اعدامېدو مظاهرې راپارولې دي

Image caption پر نوموړي تور و، چې له پاکستان نه د ازادۍ پر مهال يې بشري ضد جرمونه کړي دي

په بنګله دېش کې د یوه جګپوړي اسلامپالي مشر د اعدامېدو له امله د جماعت اسلامي په بلنه عمومي مظاهرې پیل شوې دي.

عبدالقادر ملا لومړنی کس و چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستان نه د خپلواکۍ اخېستلو د جګړې پر مهال د وژنو او جنسي تېریو په ګډون تر سره شویو بشریت ضد جرمونو په تړاو په دار وځړول شو.

د دغې محاکمې له اعلان راهیسې په خونړیو نښتو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان شوي دي.

د دغو ګډوډیو په ترڅ کې حکومتي ودانۍ او د پولیسو مرکزونه په اوربمونو په نښه شوي دي.

له هغه راهيسې چې عبدالقادر ملا په دار وځړول شو د مظاهرو په بهیر کې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې شوي، چې مالي او ځاني زيانونه يې اړولي دي.

له پولیسو سره په نښتو کې یو شمېر کسان وژل شوي او جماعت اسلامي ګوند هڅه کوي، چې عمومي کاربندیز رامځته کړي.

د اعدام تاييد

په بنګله ديش کې سترې محکمې د جماعت اسلامي د مشر عبدالقادر ملا د اعدام کولو پريکړه پر خپل ځای پريښې ده.

قاضي د سزا پر وړاندې اپيل رد کړ او ويې ويل چې دغې غوښتنې د عبدالقادر ملا د په دار ځړولو لپاره لا زياته لاره هواره کړه.

عبدالقادر ملا ته د سه شنبې په ورځ د مرګ سزا ورکېدونکې وه، خو په وروستيو شيبو کې ودرول شوه.

د جنګي جرمونو محکمې په لومړي سر کې عبدالقادر ملا ته د عمري بند سزا ورکړې وه، خو سترې محکمې د حکومت په غوښته د ده دغه سزا پر مرګ واړوله.

په دې لړ کې د سه شنبې په ورځ بنګله ديشي چارواکو دې ته زمينه برابره کړه، چې ښاغلی ملا له خپلې کورنۍ سره وګوري.

د ده مدافع وکيل وايي: ''که د سترې محکمې له بيا کتنې پرته عبدالقادر ملا په دار ځړول شوی وای، نو دا به قتل و او دا به د قانون خلاف و''.

پر عبدالقادر ملا تور دی چې دی د جماعت اسلامي له لوري جوړ شوي نظامي ډلې البدر غړی و.

پر ده دا تور هم دی چې د آزادۍ د جګړې په وروستيو ورځو کې له ۲۰۰ د ډېرو بنګله ديشي پوهانو په تښتولو او وژلو کې ښکېل و.

ورته مطالب