م،م له سوري وګړو سره د مرستې غوښتنه کړې

Image caption د نوې څیړنې له مخې د سوريې له پنځو وګړو نه څلور یې د خورراکي توکو په اړه انديښمن دي.

ملګرو ملتونو تراوسه د تر ټولو زیاتې نړیوالې مرستې غوښتنه کړې او غواړي نژدي ۱۳ ملیارده ډالر ټول کړي چې نیمايي به یې د سوریې د خلکو لپاره وي.

ملګري ملتونه وايي څه باندې ۱۱ مېلېونه سوري وګړي خوړو، اوبو او درملو ته جدي اړتیا لري او مرستې ډېر لږې دي.

په همدې حال کې د ژغورنې د نړیوال سازمان آې آر سي له خوا یوه څیړنه چې بي بي سي هم ترلاسه کړې وايي د سوریې په ځینو سیمو کې د ډوډۍ بیه په تېرو دوو کلونو کې ۵۰۰ فیصده لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسووله ولیري اموس بي بي سي ته ویلي چې په اوسني وخت کې د سوریې مخ په زیاتېدونکی بحران یو له لویو بحرانونو دی.

له پلازمېنې دمشقه د بي بي سي خبریاله لیزدوسیت په خپل رپوټ کې وايي دا یو ناوړه بحران دی چې تراوسه لېدل شوی دی.

د نوې څیړنې له مخې د سوريې له پنځو وګړو نه څلور یې د خورراکي توکو په اړه انديښمن دي.

دا څیړنه یو ځل بیا دا خبره جوتوي چې د سوریې ظالمانه جګړه یو لوی بشري ناورین هم دی.

د ملګرو ملتونو نننۍ بیړنۍ غوښتنه په سوریه کې دننه له اړو خلکو او هغو څه باندې دوو مېلېونو سوري وګړو سره د مرستې ده چې د خپل هېواد پریښودلو ته د جګړې له امله اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤوله ولیري اموس وايي د سوریې خلکو ورته په پیغامونو کې ویلي چې ولې نړۍ دوی ته شا کړې ده؟ دا د هغو سوري ګډوالو خبره ده چې له سوریې نه وتلي دي.

آغلې اموس زیاتوي چې د سوري کډوال احساس کوي چې نړۍ لاس نه دی یو کړی او په دې نه پوهېږي چې دغه کډوال څه شي ته اړتیا لري او څه یې نه دي کړي.

تر دې څو میاشتې مخکې هم ملګرو ملتونو د سوریې له خلکو سره د پراخې مرستې غوښتنه کړې وه چې د خپلې بڼې لویه غوښتنه وه خو اوس په سوریه کې حالات د نور هر کله په پرتله ډېر ناوړه دي ځکه نو دا نوې غوښتنه هم لویه ده.

نننۍ غوښتنه د هغو ۹ مېلېونه سوري وګړو سره چې په خپل هېواد کې دي او څه باندې دوه مېلېونه نورو سره چې له خپل هېواد نه د جګړو له امله ګاونډیو هېوادونو ته ګډه شوي د مرستې ده.

اغلې اموس ویلي هيله منه ده چې نړۍ به په دې ځانه پوهه کړې چې د سوریې وګړي له څه ډول حالاتو سره مخامخ دي.

ورته مطالب