مادهوري: نړۍ کې هر ځای نارینه واکمن دي

Image caption مادهوري ډکشت ډېره موده وروسته هندي فلمونو ته ستنه شوې ده.

د هندي فلمونو مشهوره لوبغاړې، مادهوري ډکشت، چې ډېره موده وروسته یو ځل بیا هندي فلمونو ته راغلې، وايي، فلمونه دي او که د ژوند کوم بله برخه، ټوله نړۍ کې د نارینه وو واکمني ده.

مادهوري به په نژدې راتلونکې کې د وشال بهاردواج په 'ډیړ عشقیه' نومي فلم کې ولیدله شي.

له مادهوري نه وپوښتل شول، چې ولې تر ډېره وخته له هندي سینما لرې وه، ویې ویل، چې زه امریکا کې اوسېدم او یوه ټلویزیوني شو 'جهلک دکهلاجا ' کې مې رول لوباوه، چې هر ځلې به ورته له امریکا نه هندوستان ته راتلم.

د نوموړې په وینا، ما خپل کور هم کاوه او د ماشومانو پالنه هم، چې امریکا کې مېشت دي.

خو کله، چې هندوستان ته راغلو، د دغه فلم کېسه مې ولوسته او خوښه مې شوه، ځکه مې پکې رول لوبول ومنل.

کله چې له مادهوري نه وپوښتل شول، هندي سینما ته جوړ شوي فلمونه داسې جوړیږي، چې نارینه نندارچیان په ذهن کې نیول کېږي او دغه راز نارینه فلمي لوبغاړو ته په هر عمر کې رول ورکول کېږي، خو بالي ووډ کې مېرمنو سره داسې چلند نه کېږي، ولې؟

ځواب یې دا و، چې دغه نړۍ کې د نارینه وو واکمنې ده، که هغه فلمونه دي او که د ژوند نور اړخونه، موږ مېرمنې باید هر ځای کې ځان ثابت کړ او د نارینه وو بر تله دوه چنده فعالیت کوو.

د هغې په وینا:

' دا اوس په مېرمنو پورې اړه لري، چې څنګه مقاومت کوي؟ همدا د ژوند تر ټولو لوی واقعیت دی. زه داسې فکر کوم که موږ ځان ته هدف وټاکو، نو ډېر څه کولای شو.'

له مادهوري ډکشت سره په دغه نوي فلم کې نصیرالدین شاه، ارشد وارثي او هما قریشي ته هم رول ورکړل شوی دی.

دغه فلم د راتلونکې جنورۍ په ۱۰ نندارې ته وړاندې کېږي.

ورته مطالب