پاکستان: شیعه مشر وژل شوی، احتجاج دوام لري

Image caption ځايي پولیس وايي، پېښه د لاهور ایف سي کالج خوا کې رامنځ ته شوه.

د پاکستان لاهور ښار کې د یکشنبې په شپه د یوه شیعه مذهبي مشر ناصر عباس له وژل کېدو وروسته نن سهار ( دوشنبه دسمبر ۱۶ ) هم د والي دفتر مخې ته احتجاج دوام لري.

د لاهور پولیسو یوه مشر راناعبدالجبار خبریالانو ته ویلي، چې له احتجاج کوونکو سره له بریالیو خبرو وروسته د وژل شوي مشر مړی د طبي څېړنو لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

نوموړي له دې مخکې ويلي و، چې شپې ناوخته ایف سي کالج ته ته څېرمه ډزو پېښه کې شیعه مذهبي مشر علامه ناصر عباس وژل شوی، خو یو ملګری او ډرېور یې خوندي دي.

بل لور ته له پولیسو سره له خبرو وروسته هم احتجاج کوونکي لاهور کې د ګورنر( والي) دفتر مخې ته ناست دي.

پولیس وايي په سوله ییزه توګه به د احتجاج کوونکو خپرولو لپاره هڅې روانې وساتي.

مظاهره کوونکي وايي له طبي څېړنو وروسته به جسد بېرته د والي دفتر مخې ته راوړي او د جنازې له ادا کولو وروسته به یې پلرنۍ سیمې ملتان ته واستوي.

پنجاب والي د پېښې په باب د څېړنو امر کړی.

لاهور پولیس وايي، علامه ناصر عباس په مذهبي مراسمو کې له ګډون وروسته کور ته پر لاره و، چې نامعلومو موټرسیکل سپرو کسانو پرې ډزې وکړې او ویې واژه.

له دې مخکې لاهور کې د دسمبر په ۶ د اهلسنت والجماعت یو مشر مولانا شمس الرحمن معاویه د نامعلومو کسانو ډزو پایله کې وژل شوی و.

د نوموړي له وژل کېدو وروسته د لاهور او اسلام اباد په شمول مختلفو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وشوې.

دروانې میاشتې په لومړيو کې د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د اهلسنت والجماعت مفتي احمد او دیدارجلباني وژلي شوي وو.

له دې مخکې پلازمېنه اسلام اباد کې د عاشورا په ورځ فرقه ییز تاوتریخوالي کې له لسو ډېر کسان وژل شوي وو.

ورته مطالب