فلیپین کې بس ټکر شوی، ۲۱ کسان وژل شوي

Image caption څايي رسنۍ وايي، ګڼ باران، ګڼ تګ او ګڼه ګوڼه د پېښې ممکنه سببونه کېدای شي.

د فلیپین پلازمېنه منېلا کې چارواکې وايي ۲۱ کسان هغه مهال ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول، چې یو بس ګاډی له هوايي پله نه پر یوه بل ګاډي ور غورځېد.

پولیس وايي د دوشنبې په ګهیځ په پاراناق ښار ګوټي کې بس له خپلې لارې ووت او پر لاندې موجود لاروي ګاډي وروغورځېد.

ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، ډېری وژل شوي کسان هغه وو، چې بس کې ناست وو.

تر اوسه په کره ډول نه ده معلومه، چې دغه پېښه ولې رامنځ ته شوه، خو د ځايي رسنیو په وینا، ګڼ باران، د ګاډو ګڼه ګوڼه او ګړندی تګ د پېښې ممکنه سببونه کېدای شي.

یو دکاندار اېډېت ولونټاټ وايي' موږ بس ولید، چې له دغه ځایه وښوېد او لاندې پر کوچني ګاډي وغورځېد. کله چې موږ د پېښې ځای ته نژدې ورغلو، و مو لیدل، چې یو شمېر خلک ترې لاندې ایسار وو.'

د ترافیکو یوه څېړونکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، احتمال شته، چې د وژل شویو کسانو شمېر ډېر شي، ځکه د ده په وینا د یو شمېر ټپیانو حالت ښه نه دی.

ځايي رسنیو ویلي، د هغه شرکت چې ټکر شوی بس یې اړوند و، فعالیت د ۳۰ ورځو لپاره ځنډول شوي، چې تحقیقات بشپړ شي.

ورته مطالب