م. م د سوریې کړکېچ نړۍ ته تر ټولو لوی ګواښ بولي

Image caption د سوریې کړکېچ له کبله تر دوو میلیونو ډېر سوري وګړي ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي.

د کډوالو لپاره د ملګريو ملتونو لوړ کمېشنر د سوريې شخړه د نړيوال امنيت پر وړاندې له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې تر ټولو خطرناک کړکېچ ګڼلی دی.

د يوان اېچ سي ار مشر انټونيو ګوټېرېس په داسې وخت کې دغه څرګندونې کولې چې ملګريو ملتونو په ۲۰۱۴ کال کې د سوريې لپاره د ۶ نيم مليارډ ډالرو بشري مرستو هر بل وخت پرتله تر ټولو سترې مرستې غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي د سوريې نژدې ۴/۳ برخه وګړي به راتلونکی کال مرستو ته اړتيا ولري.

ده وويل په ۲۰۱۳ کال څه د پاسه دوه میليون وګړي په خپلو هېوادونو کې له شخړو تښتېدلي چې په تېرو دوو لسيزو کې تر ټولو ستر شمېر دی:

"څه چې لا ډېره ننګونکې خبره ده د يو ستر کړکېچ ډراماټيک جوړښت دی، د سوريې کړکېچ چې د روندا ټولوژنې راهيسې تر ټولو ستره بې ځايه کېدنه او کېدی شي له دوبمې نړيوالې جګړې راهيسې نړيوالې سولې او امنيت لپاره تر ټولو خطرناک وي، له مرکزی افريقا نيولې تر کونګو پورې له يو لړ نورو بيړنيو حالتونو سره د دغې ستر کړکېچ يوځای کېدی زموږ بر وړاندې د يوې سترې ننګونې استازيتوب کوي."

د مرستې دا غوښتنه د ژغورنې نړيوالې کمېټې يوې څېړنې سره هممهاله کېږي چې د دې خبرداری په کې شوی چې لوږه د سوريې ولس ګواښي. په سوريه کې دوه نيم سوه زره خلک په کلا بندو سيمو کې بند پاتې دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په ۲۰۱۴ کال کې به ګاونډيو هېوادونو ته د سوريې ګډوالو شمېر ۴ مليونو ته ورسېږي. جېن هاوارډ د ملګريو ملتونو خوړو پروګرام چارواکې جېن هاوارډ وايي ډېرې مرستې اوس رسېږي:

"موږ په سوريه او ګاونډيو هېوادونو کې خپل فعاليتونه ارزوو چې تر ۷ مليون وګړيو ته رسېدنه وکړی شو، موږ دا کار له دوو لارو کوو، يوه دا چې موږ لا ډېر کاروانونه چمتو کوو، چې د هېواد دننه خلکو ته د خوړو راشن ورسوو، مو له وړاندې هره مياشت ښايي ۴ مليون وګړيو ته رسېدنه کوو.

د ۲۰۱۴ کال مرستې

موږ د ملګريو ملتونو له نورو اېجسنيو سره هم کار کوو چې د هوا له لارې ځاګړې چارې ترسره کړو، موږ د د دغه هېواد شمال ختيځ کونج ته خواړه رسوو، ځکه دا يوه داسې يوه سيمه ده چې له اوږدې مودې په کې د مرستې کوم ريښتينی وېش په کې نه دی شوی."

د ملګريو ملتونو د بشري مرستې غوښتنې مخکې د د دغه سازمان بشري چارو مشرې والېري اموس د سوريې حالت "په اوسنيو وختونو کې يو تر ټولو ستر کړکېچ وباله". په همدې وخت کې د سږ کال پای خبری کنفرانس کې د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وويل د سوريې وګړيو سره لا نورو بسپنو ته بيړنۍ اړتيا ده:

Image caption ملګري ملتونه اټکل کوي له هغه راهيسې چې په ۲۰۱۱ کال کې د سوريې جګړه بيل شوې، د دغه هېواد دننه شاوخوا ۶،۳ مليون وګړي بې ځايه شوي.

"بشري حالت په پرله پسې ډول ناوړه كېږي. موږ د ژمنۍ مرستې وېش پيل کړی، چې د اوسمهال سختو شرايطو کې له خلکو سره مرسته وکړو. موږ بايد د مرستندويه هڅو پر سخت او له پخوا راپاتې مالي کمښت برلاسي شو. د ۲۰۱۴ کال لپاره د مرستې غوښتنه چې د سوريې لپاره شوې د ملګرو ملتونو تر ټولو ستر ګام دی. زه د سخي ملاتړ غږ کوم، په دې کې د ژمنو کنفرانس هم دی چې د جنورۍ پر ۱۵ مه به په کويټ کې ترسره کېږي."

ملګري ملتونه اټکل کوي له هغه راهيسې چې په ۲۰۱۱ کال کې د سوريې جګړه بيل شوې، د دغه هېواد دننه شاوخوا ۶،۳ مليون وګړي بې ځايه شوي.

څه د پاسه دوه مليون وګړي د لبنان او ترکيې په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

ورته مطالب