م. م: برما کې د ترياکو توليد بيا زيات شوی

Image caption برما به د ۲۰۱۳ کال تر پایه نژدې ۹۰۰ ټنه تریاک تولید کړي

ملګري ملتونه وايي سږ کال په برما کې د تریاکو په تولید کې د پام وړ ډېر والی راغلی دی.

په راپور کې ویل شوي د کوکنارو د کروندو په مخنیوي کې د حکومت هڅې ناکامې شوي، ځکه کروندګر د هغو د بدیل لپاره بل څه نه لري.

د نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په جنوب ختیځې آسیا کې د تریاکو د کلنۍ سروې له مخې ویلي چې برما د ترياکو د توليد له مخې له افغانستان وروسته دويم ځای لري.

برما چې په ميانمار هم پېژندل کیږي د ۲۰۱۳ کال تر پایه به ۸۷۰ ټنه تریاک تولید کړي.

د ملګرو ملتونو اداره وايي دغلته د ترياکو توليد کال په کال ۲۶ سلنه زياتوالی ښيي.

د دغه سازمان یو ویاند جرمي دوګلاس وايي په برما کې د مخدره توکو تولید د ډېروالي يو مهم لامل هم بې وزلي ده.

ښاغلی دوګلاس وايي: ''په میانمار، لاوس او تایلند کې د مخدره توکو د تولید د ډېرېدو یو لامل هم دغلته په خلکو کې خپره سخته بې وزلي ده او د هغې سیمې خلک د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره د عاید بله لار نه لري''.

دی وايي په برما کې سلګونه زره کورنۍ داسې دي په مستقم ډول خپل عاید د کوکنارو له کښته ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتو راپور وايي په برما کې کليوال غذايي مصوونيت نه لري او ځان اړ بولي، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د کوکنارو کر ته مخه کړي.

ورته مطالب