روسي لارۍ د سوريې کیمیاوي وسلې لېږدوي

Image caption ډنمارکي او نارویژي پوځي بیړۍ دم ګړۍ په قبرس کې ځای پر ځای شوې چې کیمیاوي وسلې د ایټالیا یوه ناڅرګند ساحل ته لېږدوي.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیواله اداره وايي د سوریې کیمیاوي وسلې به په بحر کې د له کاره ایستلو دمخه د روسي زغروالو لارو په وسیله له دغه هېواد نه وایستل شي.

د سوریې له ۱۲ سیمو نه به کیمیاوي وسلې د روسي لارو په وسیله ډنمارکي او ناروژي بیړیو کې د بارولو لپاره ولېږدول شي.

دا وسلې به بیا یوه ایټالوي ساحل ته ولېږدول شي او له هغه ځایه به په یوې امریکايي بیړۍ کې د له کاره ایستلو لپاره بار کړای شي.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د نړیوالې ادارې مشر احمد اوزمچ وايي د سوریې د خطرناکو کیمیاوي وسلو د له کاره ایستلو ضرب الاجل چې د روانې عیسوي میاشتې ۳۱مه ټاکل شوی د امنیتي اندیښنو، ترانزیتي او موسمي ستونزو له امله یو څه ستونزمن شوی دی.

د نوموړي په وینا د پلازمېنې دمشق او حمس پر سړکونو جګړو دا خطر رامنځ ته کړی چې وسلې دې له ټاکلي ضرب الاجل سره سم له کاره ونه ایستل شي.

خو ښاغلي اوزمچ په یوې غونډې کې تایید کړې چې د وسلو د لېږدولو او له کاره ایستلو په برخه کې د لویو ستونزو د هوارولو پلان پلی او پرمخ روان دی.

پلان

د پلان له مخې چې بي بي سي هم لېدلی دی امریکايي سټلاېټ او چینايي څارګرې کمرې به د هغو روسي لاریو پرمختګ څاري چې د سوریې خطرناک کیمیاوي وسلې به په کې لېږدول کېږي.

ډنمارکي او نارویژي پوځي بیړۍ دم ګړۍ په قبرس کې ځای پر ځای شوې چې کیمیاوي وسلې د ایټالیا یوه ناڅرګند ساحل ته لېږدوي.

له دغه ایټالوي ساحل نه به کیمیاوي وسلې په یوې امریکايي پوځي بیړۍ کې بار شي او نړیوالو اوبو ته د له کاره ایستلو لپاره ولېږدل شي.

د خطرناکو کیمیاوي وسلو د یوې زیاتې برخې د کاره ایستلو لپاره د ډسمبر د میاشتې ۳۱ پورې وخت ټاکل شوی او پاتې نوره برخه وسلې به د ۲۰۱۴ کال د جون د میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې له کاره وایستل شي.

د روان کال د اګست د میاشتې په ۲۱مه د کیمیاوي وسلو په یوه برید کې د سلګونو کسانو وژنې د نړیوالو غصه وپاروله چې له امله یې د روسیې او امریکا ترمنځ هوکړه وشوه چې د سوریې کیمیاوي وسلې به د ۲۰۱۴ کال تر نیمايي پورې له کاره وایستل شي.

ورته مطالب