امریکا: د پټ څار پروګرام مهارولو وړاندیز شوی

Image caption ولسمشر اوباما د این ایس اې پخواني کارکوونکي اېډورډ سنوډن له انکشافاتو وروسته دغه کمېټه وګومارله.

امریکا کې د پټ څار پروګرام په باب مشورتي کمېټې د این اس اې ناندریز پروګرام بندولو مشوره نه ده ورکړې، خو د دغه پروګرام پر روڼوالي او مهارولو یې ټینګار کړی.

له واشنګټنه د بي بي سي خبریال برجېش اپادهیای وايي، کمېټې ویلي، راتلونکي کې د نورو هېوادونو د مشرانو ټیلیفوني څار لپاره باید په لوړه کچه اجازه تر لاسه شي، یانې د امریکايي ولسمشر له اجازې پرته دا چاره و نه شي.

دې سره داسې مشوره هم ورکړله شوې، چې د امریکایانو ټیلیفوني پیغامونه، برېښنا لیکونه، ټیکسټ میسجونه( لنډ لیکلي پیغامونه) باید د این ایس اې پر ځای دریمګړی لوری یا هغه مخابراتي شرکت وساتي، چې دغه مواد ورنه تر لاسه شوي وي.

دغه کمېټه ولسمشر باراک اوباما ګومارلې وه، چې خپل ۳۰۸ مخه رپوټ کې یې ۴۶ وړاندیزونه کړي دي.

ولسمشر اوباما د این ایس اې د پخواني کارکوونکي اېډورډ سنوډن له لوري د دوستو هېوادونو په شمول د خپلو اتباعو د مخابراتي اړیکو څار په باب د امریکايي پروګرام له افشا وروسته وګومارله.

وړاندیزونو کې دا هم ویل شوي، چې د هر شخص د ټیلیفوني اړیکو په باب له معلومات تر لاسه کولو مخکې د امریکا د فدرالي محکمې اجازه اخیستل اړین دي.

دې کې ویل شوي، محکمې ته باید وویل شی، چې تر لاسه کېدونکي معلومات د ترهګرۍ اړوند دي او که د کوم بل پټ پروګرام اړوند.

د امریکا د فدرالي قاضي له لوري د د غه څار پروګرام له غیر قانوني بلل کېدو وروسته پرې غور وشو. این ایس اې مسوولین وايي د یاد پروګرام له مخې یوازې هغه شمېر تر لاسه کېده، چې پر کومو شمېرو خبرې کېږي، پر کومو شمېرو ډېرې خبرې کېږي او وروسته د شک پر بنسټ څېړنه کېده.

له دې مخکې د چهارشنبې په ورځ ولسمشر اوباما د څار او مخابراتي تکنالوژي کمېټۍ له پنځو غړو سره خبرې وکړې.

د سپينې ماڼۍ ویندوی جې کارني په وینا: 'دغه څېړنیزه غونډه کې مخې ته راغلي وړاندیزونه باید جنورۍ کې خپاره شوي وای، خو رسنیو کې په دې باب له ناسمو رپوټونو خپرېدو وروسته اوس دغه څه خپریږي. '

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر اوباما د دغې کمېټې له وړاندیزونو هاخوا غور کړی او منلې یې ده، چې دغې ډلې د ولس نظر ته په پام سره پرېکړه کړې او کمېټۍ کې شاملو کسانو د ترهګرۍ مخنیوي، عامه ادارو او شخصي خلوت اړوندو ادارو سره دندې تر سره کړې.

ولسمشر اوباما دغې ډلې ته ویلي، امریکا پټ معلومات د خپل خوندیتوب لپاره کاروي او دغه چاره، بهرنۍ پالیسي، راز ساتنې، د اتباعو تر منځ مساواتو او د خلکو باور ته په پام سره تر سره کېږي.

داسې هم ویل کېږي، چې د کمېټۍ له لوري وړاندیزونو سره به مخالفت وشي او د څارګرو ادارو مسوولین به د دې چارې مخکښان وي. داسې حالت کې به اوباما اداره له دې نه څومره وړاندیزونه ومني، تر اوسه څرګنده نه ده.

ورته مطالب