په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اروپا نوی مهم فضایی ماموریت

د اروپا فضايي ادارې داسې یو ماموریت پیل کړی چې د فضايي پلټنو په تاریخ کې یې یو له ډېرو لویو ماموریتونو بولي.

د ګایا فضايي تلسکوب له فرانسوي ګېیانه څخه په بریالیتوب فضا ته وتوغول شو.

کله چې دغه تلسکوب مدار ته ننوځي، دنده به یې دا وي چې د ملیاردونو ستورو د خوځښت په اندازه کولو، زموږ د کهکشان یوه بې سارې درې اړخیزه نقشه رامنځته کړي.

اټکل دی چې دا تلسکوپ په فضا کې سلګونه زره نوي شیان کشف کړي.

په دې به هغه سیارې هم وي چې د ډېرو لرو ستورو په مدار کې ګرځي.

خو دا تلسکوپ به ساینسپونو ته دا موقع هم ورکړي چې ډېر مخکې هغه وخت ته نظر ورواچوي کله چې ملیاردونه کاله مخکې کهکشان رامنځته کېده، ځکه اوس د ستورو د خوځښت څرنګوالی د هغه مهال شرایط څرګندوي.

اسماعیل سعادت د افغانستان فضايي تحقیقاتو د ادارې له پخواني مشر انجنییر خلیل احمد نادم سره چې په لندن کې اوسي، خبرې کړې او لومړی یې ترې پوښتلي دا نوی فضايي ماموریت او په کې ترسره کېدونکی تحقیق څومره مهم دی؟