پوتین بندي خدرکوفسکي "بښي"

Image caption میخایل خدرکوفسکي د ۲۰۰۳م کال په اکتوبر کې د درغلیو او مالیې کې د ټګيو په تور ونیول شو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي دی به ژر تر ژره زنداني میخایل خدر کوفسکي چې د تېلو د صنعت په برخه کې لوی سوداګر و، وبښي.

ښاغلي پوتین خبریالانو ته وویل د خدرکوفسکي له خوا یې چې لس کاله په زندان کې دی، د بښنې غوښتنه ترلاسه کړې.

روسی ولسشمر وایي د بشري حق په توګه به د خدرکوفسکي په غوښتنه غور وکړي.

خو د کرملېن استازی وایی د خدرکوفکسي له خوا یې داسې غوښتنه نه ده تر لاسه کړې.

ښاغلی خدرکوفسکي چې د ډېرو لخوا د سیاسي بندي په سترګه ورته کتل کېږي او له ډېرې مودې راهیسې ټینګار کوي چې بیګناه دی، په پام کې ده چې راتلونکې اګست میاشت کې له زندانه خلاص شي.

۵۰ کلن خدرکوفسکي او د هغه ملګری پلاتون لېبېدېف په ۲۰۱۰م کال کې د تېلو په غلا او پيسو سپينولو په تور ګرم وبلل شول.

دوی اوس د مالیې نه ورکولو په جرم په زندان کې شپې سبا کوي.

د اروپا د بشري حقونو محکمې د دوی پر محاکمې نیوکه کړې خو دا ادعاوې یې رد کړې دي چې ګواکې دا محاکمه سیاسي رنګ لري.

د ړنګ شوي "یوکوس" په نوم د تېلو شرکت پخوانی مشر یو مهال د روسیې تر ټول شتمن کس و.

د مور ناروغي

Image caption د خدرکوفسکي مور ناروغه ده او ولسمشر پوتین وایی ځکه هغه له زندانه خوشی کوي

د جمعې په ورځ په مسکو کې ولسمشر پوتین خبریالانو ته وویل پخوا یې له ښاغلي خدرکوفسکي د بښنې په اړه غوښتنه نه وه تر لاسه کړې.

ښاغلی پوتین وایي په دې وروستیو کې یې له ما په لیکلې بڼه داسې غوښتنه کړې وه.

"هغه لس کاله کېږي چې په زندان کې دی. دا یوه جدي سزا ده، خدرکوفسکي په خپله غوښتنه کې بشري مسلې ته اشاره کړې او مور یې ناروغه ده."

ښاغلی پوتین وایی "زه فکر کوم دغو شرایطو ته په پام سره به ډېر ژر د هغه د بښنې په اړه فرمان لاسلیک شي."

د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي د بښنې په اړه دا غوښتنه پخپله خدرکوفسکي لاسلیک کړې ده.

خو د خدرکوفسکي مدافع وکیل وادیم کلویفګانت د روسيې خبري اژانس "ریا نووستي" ته ویلي، "ده غوښتنه نه ده لیکلې او موږ دا معلومات نه لرو چې بل چا دې د ده په استازیتوب داسې غوښتنه استولې وي."

"له موږ سره داسې معلومات نشته، که څه هم له اوږدو کلونو راهیسې ډېرو کسانو د هغه د بښنې غوښتنې کړې دي."

سیاسي فعالیت

هغه نه یوازې شتمن و، بلکې سیاسي نفوذ یې هم لاره.

سیاسي ګوندونو ته یې پيسې ورکولې او د ولسمشر پوتین منتقد و.

د دې ترڅنګ یې د مکسوفسکي نووستي مشهوره ورځپاڼه هم خپله کړه.

میخایل خدرکوفسکي د ۲۰۰۳م کال په اکتوبر کې د درغلیو او مالیې کې د ټګيو په تور ونیول شو.

په ۲۰۰۵م کال کې زندان ته واستول شو او باید په ۲۰۱۱م کال کې له زندانه خوشی شوی وای خو په ۲۰۰۹ م کال کې بیا د هغه د بند موده تر ۲۰۱۷م کال پورې وغځېده.

ښاغلي خدرکوفسکي د هغه مهال د یاکوس په نوم د تېلو شرکت او د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته د دولتي شتمنیو د خرڅلاو له له لارې ۱۵ میلیارده ډالر وګټل او په روسیه کې تر ټولو شمتن سړی و.

ورته مطالب