م. م سوریه کې "په لوی لاس تښتونې" غندلې

Image caption په راپور کې راغلي، چې د حکومت ځینو مخالفو ډلو له لوري هم یو شمېر کسان تښتول شوي، چې دا هم د بشر ضد کړنو یوه برخه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان څارونکو ویلي، چې د سوریې حکومت اوس "په لوی لاس تښتونو" ته مخه کړې ده، چې غواړي په دې سره په خلکو کې وېره خوره کړي.

څارونکو دا هم ویلي، چې زرګونه کسان تښتول شوي چې تر اوسه یې هېڅ څرک نه دی لګېدلی.

دوی دا هم وايي، چې د تښتونو دغه پېښې د بشریت ضد کړنې دي.

په راپور کې راغلي، چې د حکومت ځینو مخالفو ډلو له لوري هم یو شمېر کسان تښتول شوي، چې دا هم د بشر ضد کړنو یوه برخه ده.

په راپور کې "عراق او شام کې اسلامي حکومت" مخالفې ډلې هم پړې ګڼل شوې، چې ګني له القاعدې سره په همغږۍ یې خلک تښتولي او پټو زندانونو ته یې اچولي دي.

"هدفي بریدونه"

دغه راپور د سوریې د پوځ مخکنیو هغو چارواکو د ثبوتونو پر بنسټ چمتو شوی، چې له پوځه وتلي او یا هغه کسان غږول شوي، چې د کورنیو غړي یې لاهم ورک دي.

د ملګرو ملتونو څارونکو دا هم ویلي، هغه کسان چې د کورنیو غړي یې تښتول شوي، د خپلو عزیزانو د څرک لګولو له پوښتنو هم وېرېږي.

روسیې مخه ډب کړې

دیپلوماتان وايي روسیې د امنیت شورا د هغې وړاندیز شوې اعلامیې مخه ډب کړې چې د سوریې په حلب ښار کې د دولتي ځواکونو له خوا د درنو وسلو کارول غندي.

دغه اعلامیه چې خاکه یې امریکا جوړه کړې د ۱۵ غړو هېوادونو تایید ته اړتیا لري خو ديپلوماتان وايي د سوریې پیاوړې متحده روسیه غواړي چې غړي هېوادونه دا اعلامیه تایید نه کړي او په دې توګه امریکا ترې تېره شي.

روسیې او چین تراوسه د دریو هغو مسودو په حق کې رایه ورکړې چې د لویدیځو هېوادونو له خوا یې ملاتړ کېده او له ولسمشر بشارالاسد نه یې غوښتنه کوله چې تاوتریخوالي ته د پائ ټکې کېږدي.

د امنیت په شورا کې د امریکا د سفیر ویاند کورټس کوپر وايي دا ډېر ناهیلي کوونکې ده چې د امنیت شورا د اعلامیې چې موږ ټولو په کې په ګډه د ولسې خلکو پر وړاندې د سوریې د رژیم د ده په ژبه د ظالمانه او بې رحمانه تکتیکونو په اړه غصه څرګنده کړې مخه ډب شوې ده.

امریکا وايي غوښل یې د دې اعلامیې له لارې د هغو سکاټ توغندیو او بیلري بمونو د کارولو په اړه خپله غصه څرګنده کړي چې په دې اوونۍ کې د سوریې د دولي ځواکونو له خوا وکارول شول.

Image caption څارونکو دا هم ویلي، چې زرګونه کسان تښتول شوي چې تر اوسه یې هېڅ څرک نه دی لګېدلی.

د بي پولو ډاکټرانو ټولنه وايي په دغو بمباریو کې لږ ترلږه ۱۸۹ (نهه اتیا) کسان وژل شوي او د تېرې یکشنبې د ورځې راهیسې نژدي ۹۰۰ کسان په حلب کې ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي له هغه مهال راهیسې چې په سوریې کړکیچ پیل شوی له ۱۰۰ زرو نه ډېر کسان وژل شوي دي.

د روسیې له خوا د امنیت شورا د اعلامیې د تصویب مخه په داسې کال کې ډب شوې چې په پام کې ده نن په جینوا کې د روسیې، امریکا او ملګرو ملتونو ترمنځ یوه مهمه غونډه وشي څو په سوریه کې د سولې په تړاو یو نړیوال کنفرانس تنظيم او تیارۍ ورته ونیول شي. په پام کې ده چې دغه کنفرانس به د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ په ۲۲ نیټه په سوټزرلنډ کې ترسره شي.

په نننۍ درې اړخیزه غونډه کې به دا موضوع هم وڅیړل شي چې دغه نړیوال کنفرانس ته ایران او سعودي عربستان په رسمي ډول وبلل شي او که نه.

ایران د ولسمشر بشارالاسد کلک ملاتړ کوي او سعودي عربستان د مخالفینو پلوي کوي.

ورته مطالب