منځګړي: د جنوبي سوډان خبرې رغوونکې وې

Image caption جنوبي سوډان وروسته له هغه ناکراره شو چې اوسني ولسمشر پخوانی مرستيال په کودتا تورن کړ

افريقايي منځګړي چې په جنوبي سوډان کې د کورنۍ جګړې مخنيوی کوي، وايي له ولسمشر سلوا کيير سره يې خبرې رغوونکې وې.

د ايتوپيا د بهرنيو چارو وزیر ويلي مشورې روانې دي، خو ده په دې اړه ډېر جزييات ور نه کړل.

په جنوبي سوډان کې تېره اوونۍ له هغه وروسته نښتې پيل شوې، چې ولسمشر کيير خپل پخوانی مرستيال ريک ماچر په يوه ناکامه کودتا تورن کړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ويلي، جنوبي سوډان ته د جوړجاړي خبرو د چابکولو لپاره ځانګړی پلاوی لېږي.

ده ويلي دغه استازی د جنوبي سوډان له ولسمشر سره د پنجشنبې په ورځ له ټيلفوني خبرو وروسته استوی.

دغه پرمختياوې پر داسې کېږي چې بهرني هېوادونه په جنوبي سوډان کې تر یوې اوونۍ قومي شخړو وروسته خپل وګړي له دغه هېواده باسي.

د تېلو چینايي شرکتونه خپل کارګران وروسته تر هغه وباسي چې وسله والو کسانو د تېلو تاسیسات ونیول.

یوګندا، پلازمینې جوبا ته خپل عسکر لیږلي چې له هغه ځایه د خپلو وګړو په وتلو کې مرسته ورسره وکړي.

د بریتانیا د هوايي ځواک دویمې الوتکې هم د خپل هېواد وګړي له هغه ځایه ایستلي دي.

وروسته تر هغه چې د ولسمشر سلوا کېر او پخواني لومړي وزیر ریک ماچر د دینکا او نور قبیلو ترمنځ نښتې پیل شوې سلګونه کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي دوی داسې راپورونه ترلاسه کړي، چې په دغو نښتو کې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې کسان وژل شوي وي.

دغو وینو تویدنو د جنوبي سوډان په نوي جوړ شوي هېواد کې د کورنۍ جګړې اندېښنې ډېرې کړې دي.

ورته مطالب