بلاکبېري او فوکسکون پر ۵ کلن تړون سلا شوي

Image caption يو وخت د ځيرکو ټيليفونو پر بازار د بلاکبېري اغېز غوړېدلی و

د ځيرکو ټيليفونو جوړونکی شرکت بلاکبېري چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د برېښنايي توکو او پوروزو جوړولو تايوان مېشتې ستر شرکت فوکسکون سره پر ۵ کلن تړون سلا شوی دی.

دواړه شرکتونه به د يو نوي ځيرک ټيليفون په پرمختيا سره کار وکړي.

بلاکبېري د جمعې پر ورځ د کال درېيمې درې مياشتنۍ موده کې د خپلې شتمنۍ لغوه کولو په ګډون د ۴،۴ ميليارډ ډالرو په ارزښت خپل تاوان هم په ډاګه کړ.

دغه شرکت چې يو وخت يې د ځيرکو ټيليفونو پر بازار اغېز غوړېدلی و، په تېرو څو کلونو کې يې شتمنۍ ډېرې ولوېدې، او تېره مياشت يې د يوه پېرودونکي موندلو له هڅې هم لاس واخيست.

بلاکبېري د خپل ستر ونډه وال فېرفاکس فاينانشل هولډېنګ پلان شوي پېر له لوېدو وروسته په تېره نژدې موده کې جان چېن د خپل منځمهالي اداري مشر په توګه وټاکه.

د ګرځنډ ټليفونونو چارو يو څېړونکي بن ووډ بي بي سي ته وويل "دا په بشپړ ډول بلاکبېرۍ لپاره يو مهم تړون دی. فوکسکون دوی ته هغه کچه برابروي چې دوی ورته، په تېره بيا د لرې ختيځ، بازارونو کې اړتيا لري، لکه اندونيزيا چې د بلاکبېري تر ټولو ستر بازار ګڼل کېږي."

هوډ

بلاکبېری د سيالو شرکتونو لکه اپل او سمسونګ ځيرکو ټليفونونو د برياليتوب او شهرت له امله زيانمن شوی دی. د دغه شرکت دا هڅې چې خپلې بازاري ونډې وغوړوي لا سترګې پر لار پايلې نه دي لرلې.

ښاغلي چېن وويل "دغه شراکت د ټيليفونونو بازار ته د بلاکبېرۍ اوږدمهاله ژمنتيا او هم زموږ د دې هوډ څرګندونه کوي چې د موبايل برخه کې د اختراع بهير روان وساتو."

ده زياته کړه "له فوکسکون سره شراکت بلاکبېري ته د دې لار پرانيزی چې تر ټولو غوره ډزاين، په نړيواله کچه خونديتوب، د سوفټوېر پرمختيا او د سوداګريز خوځښت ادارې چارې سمبال کړي، او په همدې وخت کې د فکوسکون له کچې او فعالتوب نه په ګټې د ګړندۍ ودې بازارونو ته ځواب وويلی شي، چې دا به موږ ته د لا فعالې سيالۍ توان راکړي."

فوکسکون د نړۍ برېښنايي توليداتو او پورزو تر ټولو ستر جوړونکی شرکت دی، او له وړاندې د ايپډ او ايفون جوړونکي په توګه له اپل سره پراخ اړيکي لري.

ورته مطالب