خدرکوفسکي هوډ کړی چې د روسيې سياسي بنديانو سره به مرسته کوي

Image caption خدرکوفسکي خپل خبري کنفرانس د برلېن دېوال موزيم کې ورکاوه

د روسيې د تېلو پخوانی ستر سوداګر ميخايل خدرکوفسکي ويلي د سياسي بنديانو خوشي کولو لپاره به هر هغه څه کوي چې په وس کې يې وي.

ده د جرمني پلازمېنه برلېن کې د خبري کنفرانس پر مهال وويل، له سياست به بهر پاتې کېږي او دا چې "د واک مبارزه زما لپاره نه ده."

نوموړي وويل دی يوازې د خپلې خوشي کېدنې پر ورځ پوه شو چې برلېن ته روان دی، او زياته يې کړه يوازې هغه مهال به روسيې ته ستنېږي که پر دې باوري شي چې بيا ترې وتلی شي.

خدرکوفسکي چې د درغلۍ او له ماليې تېښتې تورونو پر سر يې ۱۰ کاله په بند کې تېر کړل، د جمعې پر ورځ وبښل شو او بيا خوشی شو.

ده تل پر دې ټينګار کاوه چې پر وړاندې يې حکم د سياسي موخې له مخې شوی دی.

هغه وخت چې نيول کېده، دی د روسيې تر ټولو شتمن کس و، او د خپلې شتمنۍ ځينې برخه يې له مخالفو ګوندولو سره په مالي مرسته کې کاروله.

سوداګرۍ ته نه ستنېږي

خدرکوفسکي خپل خبري کنفرانس د برلېن دېوال موزيم کې ورکاوه، د چارلي پلټنې پوسته، چې د ختيځ او لوېديځ برلېن ترمنځ د تېرېدو راتېرېدو پخوانۍ لار، او د سړې جګړې سيمبوليک ځای دی.

په برلېن کې د بي بي سي خبريال سټېفن ايوان وايي دا روښانه ده ګواکې دغه پخوانی بندي پر دې خوښ دی د هغوی لپاره نښه شي چې لا تر اوسه په بند کې دي.

ده وويل دې ته اړتيا ده "دا خبره ډاډمنه کړو چې نه په روسيه او نه هم د نړۍ نورو هېوادونو کې سياسي بنديان پاتې وي."

ده زياته کړه "زه به هر څه چې په وس کې مې وي، وکړم چې هېڅوک زندان کې پاتې نه شي."

خدرکوفسکي وويل دی د روسيې سوچي کې د راتلونکي کال ژمنيو اولمپيک لوبو سره د شلون پلوي نه کوي، خو دې ته یې د لار پرانيستې خبرداری ورکړ چې دغه لوبې"د ولسمشر پوتين لپاره د لمانځنې ستر فعاليت نه شي".

ده ټينګار وکړ د روسيې سياست کې به خپل ځان نه ورښکېلوي، او ويې ويل: "د واک لپاره مبارزه زما لپاره نه ده."

ده دا خبره هم وکړه چې سوداګرۍ ته به ستون نه شي، ځکه "زما مالي حالت له ما د دې غوښتنه نه کوي چې د نورو پيسو ګټلو لپاره کار وکړم".

خدرکوفسکي له ۲۰۰۳ کال راهيسې په زندان کې و، او ټاکل شوې وه چې راتلونکي اګست کې له بند ازاد شي، خو د بښنې غوښتنه یې وکړه ځکه چې مور یې د سرطان له ناروغۍ رنځېده.

ورته مطالب