افغان پناه غوښتونکي له بلجیم پناه غواړي

Image caption افغان پناه غوښتونکي وايي له بلجیمي لومړي وزیر سره باید وګوري.

په بلجیم کې سلګونه افغان کډوال د لاریون لپاره په یوه ځای کې دېره شوي او له بلجیمي لومړي وزیر سره د لیدلو غوښتنه کوي.

دغه افغان کډوال د بلجیم په مونز ښار کې راغونډ شوي.

دوی وايي اصلي غوښتنه یې د بلجیم له لومړي وزیر ایلیو دي روپو او د مونز له ښاروال سره د لیدلو فرصت برابرېدل دي.

دغه کډوال وايي، تر هغو یې چې پوښتنې نه وي منل شوې، له دې ځایه به ونه وځي.

د دوی بله غوښتنه دا ده چې بلجیم دې د اوسېدو د ځای ډاډ ورکړي او دا چې له هېواده به یې نه وباسي.

د مونز ښار یوه چارواکي ویلي، چې د دغو افغان کډوالو د قضیې "عاجله" بیا کتنه به وشي.

د تېرې جمعې پر ورځ شاوخوا ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکو مونز ښار کې د خپلو غوښتنو پوره کېدو لپاره راغونډ شوي.

په دوی کې له برسلز هم ورغلي پناه غوښتونکي شته.

دوی وړاندې برسلز کې یوې کلیسا ته ورغلي وو، او د دوی وضعیت ته یې د پام اړولو غوښتنه ترې کړې وه.

په برسلز کې د کاتولیکې کلیسا مشر اندري جوزیف لیونارد له پناه غوښتونکو سره د خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د لاریون کوونکو او پناه غوښتونکو ویاند سمیر همدرد ارټي بي ایف رادیو ته ویلي چې "موږ غواړو حکومت ته دا وښیو چې موږ بېرته افغانستان ته نه شو ستنېدلی. دوی هلته له ستنېدو وېره لري".

د مونز ښار چارواکو د تېرې یکشنبې په ورځ سیمه ییزو رسنیو ته ویلي وو چې د دغو پناه غوښتونکو د قضیو لپاره به پر "بېړني پلان" کار پیل کړي.

یوه حکومتي ویاند جولیت پیسري دبلجیم لا لیبرې ورځپاڼې ته ویلي "پولیس او نورې روغتیايي ډلې چمتو دي. موږ به دوی ته کمپلې او خواړه چمتو کړو".

لومړي وزیر دي روپو داه مهال له هېواده بهر دی او د دوشنبې په ورځ (دسمبر ۲۳) هېواد ته ستنېږي.

ورته مطالب