سعودي کې یو ګډ په ۳۶۰۰۰۰ ریاله پلورل شوی

Image caption د "الحیاة " او "صدا " ورځپاڼو د نوموړي له قوله ویلي چې دغه ګډ یې په ۵۰۰۰۰ سعودي ریال پېرلی.

<span >په سعودي عربستان کې یو پسه (ګډ) په ۳۶۰۰۰۰ سعودي ریاله (چې ۳۵۶۰۰۰ درهمه کېږي) وپلورل شو، چې د څښتن په وینا یې دا د یوه کم ساري نسل ګډ دی.

د پسه څښتن مصعب الوثیناني، چې دغه پسه یې یوه بل کروندګر ته ورکړی، وايي چې "دا د یوه کم ساري نسل ګډ دی چې سر او بدن یې له نورو پسونو ډېر توپیر لري ".

د "الحیاة " او "صدا " ورځپاڼو د نوموړي له قوله ویلي چې دغه ګډ یې په ۵۰۰۰۰ سعودي ریال پېرلی.

هغه مهال د دغه ګډ عمر ایله ۱۰ ورځو ته رسېدلی و.

ورځپاڼو دا نه دي ویلي، چې الوثیناني د سعودي عربستان په کومه سیمه کې اوسېږي، خو وايي چې په خپله کرونده کې ډېر زیات پسونه او مېږې لري.

لېوني اوښ سودانی پوونده وژلی

د سعودي عربستان یوې ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ وویل، چې یوه لېوني اوښ په منډو کې پر یوه سوداني پوونده برید وکړ او له قابو کېدو مخکې یې هغه وواژه.

پولیس وايي، د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

په سوېلي بیشا ښار کې ډاکټرانو پولیسو ته ویلي، چې دغه سودانی پوونده په وجود کې د ننه خونریزۍ له کبله مړ شوی.

ویل کیږي، چې لېوني اوښ پوونده څو لغتې وهلی دی.

د پولیسو یوه ویاند صدا ورځپاڼې ته ویلي "لېوني اوښ پر سوداني پوونده برید کړی او هغه یې غورځولی دی. او اوښ سړي ته څو لغتې وکړې او بیا یې سینه ورباندې وهلې، تر هغه چې دمه یې ختلې دي".

ورته مطالب