د سینې سرطان کې د بانجانو د مخنیوي رول

Image caption د بانجان مثبت اغېز د ښځې پر وزن پورې هم اړه لري، څېړونکو موندلې چې ښځو ته د ډېرو بانجانو خوراک هغوی ته صحت ورپه برخه کوي، همدا ده چې "ادیبونیکټین" هورمون یې زیاتېږي.

یوې نوې څېړنې په ډاګه کړې، چې بانجان او هغه خواړه خوړل، چې بانجان په کې ډېر کارول کېږي، د سینې د سرطان مخه نیولی شي، په تېره بیا د هغو ښځو لپاره یې خوړل مهم دي، چې د نهیلۍ عمر ته رسېدلې دي.

امریکايي "جي سي اي اېم" مجلې پخپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې بانجان په بدن کې د ځینو ګټورو هورمونونو د زیاتېدو سبب ګرځي.

پوهانو ویلي، ډېر بانجان خوړل د هغه هورمون په زیاتوالي کې رول لري، چې په بدن کې د شکر او ډېر چاغښت مخنیوی کولی شي، چې ډاکټران دغه هورمون ته "ادیبونیکټین" نوم اخلي.

دغه هورمون په وینه کې د سینې د سرطان مخه هم نیسي، چې مخکنیو څېړنو هم دې خبرې ته اشاره کړې ده.

د بانجان مثبت اغېز د ښځې پر وزن پورې هم اړه لري، څېړونکو موندلې چې ښځو ته د ډېرو بانجانو خوراک هغوی ته صحت ورپه برخه کوي، همدا ده چې "ادیبونیکټین" هورمون یې زیاتېږي.

خو دوی وايي، د چاغو ښځو په پرتله په لږ وزرن لرونکو مېرمنو کې د ډېرو بانجانو خوراک ډېره مثبته نتیجه ورکوي.

ځینو څېړنو دا هم په ډاګه کړې ده، چې د لږ وزن لرونکو ښځو په مقایسه په چاغو مېرمنو کې د سینې سرطان ناروغي ځکه ډېره وي، چې وجود کې یې وازدې (وازګې) زیاتې وي.

د دغې څېړنې یوې چمتو کوونکې ادانا لانوس ویلي چې: "زموږ په څېړنه کې دا په ډاګه شوه، چې بانجان او یا د هغو خوړو خوړل، چې ډېر بانجان په کې کارول کېږي، د سینې د سرطان په مخنیوي کې مهم رول لوبوي. که څه ههم خلک لږ وخت ډېر بانجان وخوري، اثر یې له ورایه معلومېږي".

نوموړې زیاتوي: "څېړنې دا سپارښتنه هم کوي، چې انسان باید ځان ډېر چاغوالي ته پرې نه ږدي".

ورته مطالب