تایلنډ کې حکومت ضد مظاهرې دوام لري

Image caption مظاهره کوونکي وايي له انتخاباتو دمخه سیاسي اصلاحاتو ته اړتیا ده.

تایلنډي مظاهره کوونکو د هغه لوبغالي مخه ډب کړې چې په پام کې وه د راتلوونکې فبرورۍ په میاشت کې انتخاباتو ته درېدونکي نوماندان په کې نوم لیکنه وکړي.

مظاهره کوونکي وايي له انتخاباتو دمخه سیاسي اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د يکشنبې په ورځ (ډسمبر ۲۲مه) په زرګونه کسان د پلازمېنې بنکاک سړکونو ته ووتل او د حکومت د استعفی غوښتنه یې کوله.

صدراعظمې ینګلک شینواترا چې د انتخاباتو غوښتنه یې کړې پر مظاهره کوونکو غږ کړی چې خپل احتجاج پائ ته ورسوي او په وینا یې دیموکراتیک بهیر ته درناوی وکړي.

خو لوی مخالف دیموکراتیک ګوند ویلي چې د فبرورۍ د میاشتې له انتخاباتو سره به پریکون وکړي.

د نوموړي ګوند یوه پخواني چارواکي چې اوس د مظاهره کوونکو مشري کوي ویلي چې موږ له انتخاباتو دمخه اصلاحات غواړو.

سوټیف تایوګسبان له مظاهره کوونکو غوښتنه کړې وه چې د دوشنبې په ورځ د هغه لوبغالي مخه ونیسي چې په پام کې وه انتخاباتو کې درېدونکي کاندیدان په کې نوم لیکنه وکړي.

نوموړی ویلي که کوم کاندید غواړي چې نوم لیکنه وکړي نو باید د دوی له سره تېر شي.

خو رپوټونه وايي سیاستوالو د پولیسو په یوه سیمه ییز ماموریت کې نوم لیکنه وکړه چې هلته هم مظاهره کوونکي ټول شوي وو.

صدراعظمې ینګلک شینواترا د ډسمبر د میاشتې په نهمه وروسته له هغه د فبرورۍ په میاشت کې د انتخاباتو غوښتنه وکړه چې څه باندې ۱۵۰ زرو کسانو مظاهره وکړه او د حکومت د استعفی غوښتنه یې کوله.

پرون آغلې شینواترا خبریالانو ته وویل چې انتخابات باید ترسره شي.

هغې مظاهره کوونکو ته هم وویل چې که تاسو دا اوسنی حکومت نه منۍ نو لږ ترلږه هېواد کې نافذ سیستم ومنئ او خپلو مظاهرو ته د پائ ټکی کېږدئ.

د شینواترا ګوند

د آغلې شینواترا ګوند په ۲۰۱۱ کال کې انتخابات وګټل او په پارلمان کې اکثریت لري خو مظاهره کوونکي وايي چې د هغې ورور او پخوانی صدراعظم تاکسین شینواترا اوس هم په واک کې دی.

دغه راز مظاهره کوونکي تور لګوي چې د آغلې شینواترا ګوند د بیت المال پیسې په بې مسوولیتۍ د رایو د خوندي کولو په خاطر لګولي دي.

په ۲۰۱۰ کال کې وروسته له هغه ۹۰ ملکي کسان ووژل شول چې د زرګونو سرو کمیسو مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه.

ورته مطالب