"۲۰۱۳ کې په زوره د بې ځایه شویو شمېر بې ساری دی"

Image caption په دغه کال کې د (يو ان اېچ سي آر) په وينا په ناعادی ډول لوی شمېر کډوال او پر کور دننه بې ځايه شوي دي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې خبرداری ورکړی چې ۲۰۱۳ کال کېدی شي د هر بل وخت پر تله تر ټولو لوړې کچې په زوره بې ځايه کولو کال وبلل شي.

په دغه کال کې د (يو ان اېچ سي آر) په وينا په ناعادی ډول لوی شمېر کډوال او پر کور دننه بې ځايه شوي دي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د نيم کال راپور کې د ۲۰۱۳ کال لومړۍ نيمه "په څو لسيزو کې په زوره بې ځايه کولو تر ټولو ناوړه موده" بلل شوې ده.

د کال په لومړيو ۶ مياشتو کې شاوخوا ۵،۹ ميليون وګړي اړ شوي چې خپل کورونه اومېنې پرېږدي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۲ ټول کال کې دغه شمېره ۷،۶ ميليونه وه.

له خپلو مېنو او کورونو د وتونکو تر ټولو ستر توليدونکی هېواد سوريه وه.

د ۲۰۱۳ کال لومړيو ۶ مياشتو کې د نويو کډوال شمېر کې هم په ۱،۵ ميليونه سره چټک زياتوالی راغلی، چې په ۲۰۱۲ کال کې د نويو کډوالو دغه شمېر ۱،۱ ميليون و. دغه راز د کال په همدې نيمه موده د هغو خلکو شمېر چې د خپلو هېوادونو دننه بې ځايه شوي ۴ ميليون و، په داسې حال کې په ټول ۲۰۱۲ کال ۶،۵ ميليونه بې ځايه شوي وو.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې ويلي څه د پاسه ۴۵۰ زره د پناه غوښتونليکونه وړاندې شوي، که څه هم د تېر کال همدې مودې شمېر هم همدومره و.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مشر انتونيو ګوتېرېس وويل "سخته ده چې دغه شمېر وګورو او نه پوښتو چې ولې دومره شمېر خلک نن کډوالۍ ته اړ کېږي؟"

ده زياته کړه "بشري مرستو ادارې د ژوند ژغورولو مرستې رسوي، خو موږ د جګړو مخنيوی نه شو کولی، دا کار د سياسي هڅې او سياسي ارادې غوښتنه کوي، او همدا يوه داسې برخه ده چې لا نور نړيوال پام بايد پرې راغونډ شي."

د دغې ادارې په وينا د ۲۰۱۲ کال پای کې په نړيواله کچه په زوره د ۴۵،۲ ميليون بې ځايه شوي له وړاندې له ۱۹۹۰ کلونو راهيسې تر ټولو لوړ شمېر دی، چې لا مل يې د نويو شخړو زياتوالی و.

له خپلو مېنو او کورونو د بې ځايه شويو شمېر پرتله د بېرته ستنېدونکو شمېر خورا کم دی. (يو انچ سي آر) ويلي د ۲۰۱۳ کال لومړيو ۶ مياشتو کې ۱۸۹ زره خلک خپلو ټاټوبيو ته ستانه شوي، په داسې حال کې چې ۳۳۷۰۰ په يو درېم هېواد کې مېشت شوي دي.

د (يو انچ سي آر) افغانستان لا تر اوسه د نړۍ کډوالو مخکښه سرچينه بللې، چې ۲،۶ ميليون وګړي يې کډوال دي، او پاکستان يې په ۱،۶ ميليون کډوالو ځايولو سره، د نړۍ تر ټولو ستر کوربه هېواد بللی دی.

ورته مطالب