هندي او پاکستاني پوځي مشران پر امنيت غږېږي

Image caption د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير په سيمه کې ډېرې نښتې شوې ډي

د هند او پاکستان لوړپوړي پوځي مشران له کشمير سره پر پوله د امنيت خوندي کېدو پر لارو چارو د غور لپاره سره ناست دي.

دا په تېرو ۱۴ کلونو کې لومړی ځل دی چې هندي او پاکستاني پوځي مشران په دې اړه خبرې کوي.

راپورونه وايي د دواړو هېوادونو پوځي مشران په واګه کې پر داسې يوه ميکانيزم کار کوي، چې پر پوله کړکيچ راکم شي.

د هماليا دغه لانجمنه سيمه د هند او پاکستان ترمنځ د کنټرول لاين په واسطه وېشل شوې ده.

د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې وروسته له هغه ترينګلې شوې، چې په وروستيو کې دغه سيمه کې يو لړ مرګونې نښتې وشوې.

د تاوتریخوالي له امله د دواړو خواو يو شمېر سرتېري وژل شوي، چې په اګست مياشت کې پنځه هندي سرتېري هم شامل دي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال وايي داسې بريښي چې دواړه غاړې د دغې لانجې د هواري لپاره جدي هڅې کوي.

دی وايي د غونډې وړانديز دا دی چې هېڅ يو لوری نه غواړي وضعيت تر دې خراب شي.

۲۰۰۰م کال

هند پاکستان تورنوي، چې په سيمه کې د وسله والو ملاتړ کوي، خو پاکستان دغه تورونه بيا بيا رد کړي دي.

په ټوله کې پرته له وروستيو څو امنيتي پېښو په سيمه کې له ۲۰۰۰م کال راوروسته د تاوتريخوالي ګراف رالوېدلی دی.

خو د اسلام اباد او ډيلي ترمنځ اړيکې وروسته له هغه ترينګلې شوې چې په ۲۰۰۸ کال کې پر ممبيي بريدونه وشول او ډيلي په پاکستان کې مېشت تندلاري د دغو بريدونو پړه وبلل.

په سپټمبر مياشت کې د هند لومړي وزير منموهن سنګهـ له خپل پاکستاني ساري نواز شريف سره د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې د غونډې په څنډو کې وکتل.

دواړو مشرانو په دې موافقه وکړه، چې په کشمير کې د تاوتريخوالي د ډېرېدو د مخنيوي لپاره به په ګډه هڅې کوي.

ورته مطالب