سپینې ماڼۍ د سوريې هوايي بريد غندلی دی

Image caption د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني ویلي، د تېرۍ اوونۍ په پای کې په دغو هوايي بمباریو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

امریکا د سوریې د حکومت هغه عملیات غندلې چې په ترڅ کې یې په حلب ښار او شاوخوا سیمو کې پر ولسي خلکو بمباري شوې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني ویلي، د تېرۍ اوونۍ په پای کې په دغو هوايي بمباریو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

سپينه ماڼۍ وايي په هوايي بريدونو کې د وژل شويو ډیری يې ماشومان دي.

نوموړي پر سوري حکومت غږ وکړ، خپلې هغه ژمنې پر ځای کړي، چې له مخې یې میلیونونه کورنۍ جګړې ځپلو خلکو ته په خوندي ډول د بشري مرستو د رسېدو اجازه ورکړل شي.

سپينه ماڼۍ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ملګري ملتونه، امريکا او روسيه هڅه کوي جنيوا کې سوري کړکيچ ته د حل لار پيدا کړي.

د جنيوا غونډه

د سوريې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی لخضر ابراهيمي وايي، ملګري ملتونه به د سوريې په اړه د راتلونکې مياشتې د سولې په خبرو کې د ايران د ګډون هرکلی وکړي.

په جنيوا کې له امريکايي او روسي دپلوماتانو سره له لومړنيو خبرو وروسته ده وويل د متحده ايالتونو زړه نه دی چې ايران ته بلنه ورکړای شي، ځکه دغه هېواد د سوريې د ولسمشر بشار الاسد ملاتړ کوي.

خو ښاغلي ابراهيمي وويل آن که ايراني چارواکي د سولې خبرو ته ونه بلل شي دی به بيا هم له هغوی سره کار کولو ته دوام ورکړي.

ښاغلی براهيمي وايي: ''موږ له څه مودې راهيسې له ايرانيانو سره خبرې کوو او هغوی ته مو ويلي تر هغه ځايه چې په ملګرو ملتو کې په موږ اړه لري هيله من يو چې هغوی به په خبرو کې برخه ولري''.

ښاغلي ابراهيمي وويل که ايران په دغو خبرو کې ګډون ونه کړي بيا هم موږ غواړو چې له هغوی سره کار وکړو او له هغوی غواړو چې د دغه بهير ملاتړ وکړي.

ده وويل: ''ايراني چارواکو راته ويلي که امکان ولري هو، غواړي په جنيوا کې خبرو ته راشي، خو که ممکنه نه وي کومه خبره نه ده، خو هغوی د دغه بهير ملاتړ کوي او له موږ سره به کار وکړي''.

قطر او سعودي

د سوريې لپاره ځانګړي استازي لخضر ابراهيمي وویل د جنیوا په کنفرانس چې ټاکل شوې بله ميلادي مياشت جوړ شي شاوخوا ۲۶ هېوادو ته د ګډون بلنه ورکړای شوې ده.

دی وايي په دغو هېوادو کې قطر او سعودي عربستان هم شامل دي چې په سوريه کې د حکومت ضد مخالفينو ملاتړ کوي.

Image caption سپينه ماڼۍ وايي په هوايي بريدونو کې د وژل شويو ډیری يې ماشومان دي

ملګري ملتونه، امريکا او روسيه له تېرو څو مياشتو راهيسې هلې ځلې کوي، چې د جنيوا ۲ په نوم دغه خبرې ترسره شي.

د کنفرانس موخه دا ده چې په سوريه کې د بشري مرستو رسول خوندي کړي، جګړه پای ته ورسوي او د دغه هېواد لپاره د يوه سياسي لېږد لار برابره کړي.

په جنيوا کې د بي بي سي خبريال وايي کېدای شي د سوريې په اړه د بهرنيو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو هوارولو لپاره لا هم وخت وي.

خبريال وايي د سوريې د حکومت مخالفو ځواکونو ترمنځ شته اختلافونه د سولې د خبرو لپاره ښه زېری نه دی.

ځينې مخالف ځواکونه وايي که په دغو خبرو کې کوم جوړجاړی رامنځته شي دوی به يې ونه مني.

ورته مطالب