د کلاشنیکوف تر سیوري لاندې ژوند

Image caption د کلاشنیکوف جوړونکی د یکشنبې په ورځ د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.

کلاشنیکوف په نړۍ کې تر ټولو پېژندل شوې او زیاته کارېدونکې وسله ده. جوړونکی یې د یکشنبې په ورځ د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.

دغه وسله د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هر ځای لیدل کېږي. د هندي ولکې لاندې کشمیر هغه سیمه ده چې د ۱۹۸۹ کال را هیسې د هند پر ضد په کې یاغي ډلې فعاله دي.

دلته د بي بي سي د منېتورېنګ د برخې سهیل اکرم چې خپله کشمیری دی، خپله کیسه کوي. دی وايي څنګه د دغې وسلې تر سیورې لاندې را لوی شو.

د میخایل کلاشنیکوف د مرګ خبر په ما یو ډول احساس را وپاراوه.

زه په کشمیر کې را لوی شوی یم. او د خپل ژوند په ۲۵ کلونو کې مې چې هلته اوسېدم په درځنو کلاشنیکوفونه ورک کړې دي.

لکه ډېری هغه ماشومان چې د جګړو په سیمو کې را لوی شوی دي، د ژوند په ډېرې ځوانۍ کې له وسلو او مرمیو سره اشنا کېږي.

زه چې را لوېدم، تر ټولو ډېره دا وسله را باندې ګرانه وه خو په عین حال کې ترې بد ورېدم هم.

موږ هلکانو به هر ماښام پر وسلو خبرې کولې. دومره لویان هم نه و، یوازې د اتو او ۱۲و کالو به وو.

هغه خوندور وختونه او بحثونه وو. موږ به تل ويل چې موږ به پیاوړي سړیان کېږو او زورورې وسلو به لرو.

موږ به خبرې تل په پس پس کولې. له مور او پلار په وېرېدو ځکه هغوی نه غوښتل چې پر وسلو خبرې وکړو. دا موضوغ بیخي تبو وه.

په کشمیر کې ډېری ځوانان د کنتړول له لاین نه اوښتي دي. دا هغه لاین دی چې کشمیر پر هندي او پاکستاني کشمیر ویشي.

زما مور او پلار تل پر موږ وېرېدل. هر مور او پلار به په هغسې بې نظمۍ او ګډوډۍ کې ووېرېږي. په هغه ځای کې چې د کلاشنیکوف موندل د یوې خولې نسوار هم نه دي.

په کشمیر کې امنیتي ځواکونو نورې وسلې هم ګرځولې. خو زما تر ټولو کلاشنیکوف خوښ و.

ځکه هر ځای به دې لیدل. په بازار، کوڅه، ښارونو او کورونو کې موندل کېدل.

کلونه تېر شول او کشمیر هم تر ټولو نا ارامه شو. په ۱۹۹۰ کال کې یې خپلې بیخي خونړۍ ورځې ولیدلې. هر ورځ به ډزې کېدې، خلک به وژل کېدل او وسلې به کارول کېدې.

کله چې به ډزې کېدې ما او ملګرو به شرط اېښود چې ایا ډز د کلاشنیکوف و که نه د بلې وسلې.

په کشمیر کې کلاشنیکوف دواړو غاړو کاراوه. هم به د یاغیانو پر اوږه و او هم سرتېرو. همدې وسلې په زرګونه کسان ووژل.

په هغه ورځو کې وسلې او مهمات پرېمانه و. د کلاشنیکوف لرل په دود بدل شوی و.

کلاشنیکوف مینه وه، قانون و. خو داسې شېبې هم وې چې همدا وسله به سم سر خوږی شو.

زه یوازې ۱۲ کلن وم. په کوڅه کې له شر او شور سره مل د کرېکټ لوبه ختمه شوه. هلکان په دې لګیا ول چې بل پیل به کومه ډله کوي.

د هلکانو شور ما شور ډېر شو. په دې کې یوه ځوان خپل د کوټ لاندې یو کلاشنیکوف را وويست.

یوه شېبه ټول غلي شول. ژر هلکانو لوبه پیل کړه خو چا د غږ غوږ جرآت نه درلود. داسې حالت و ته وا جنازه وي. کله چې به شپږیزه یا څلوریزه وشوه چا د چکچکو جرآت نه کاوه.

په هماغه ورځ ما هم د میخایل کلاشنیکوف د کلاشنیکوف وېره او زور ولید.

ورته مطالب