امریکایی جاز غږوونکی یوسف لطیف ومړ

Image caption د موسیقۍ خپل لومړی هنر یې د ساکسفون الې په غږولو پیل کړی.

د جاز موسیقۍ غږوونکی امریکایی یوسف لطیف د ۹۳ کلونو په عمر ومړ.

نوموړی هڅه وکړه، چې امریکايي او ختیځه جاز موسیقي سره یو کړي.

لطیف د (ګرامې) په نامه د موسیقي هڅو له کبله ارزښتناکه جایزه هم ګټلې وه.

هغه له "Dizzy Gillespie " او "Charles Mingus"جاز موسیقي غږولې ده، چې بیا وروسته د ختیځې او لوېديځې موسیقۍ ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کولو له برکته یې نړیواله جایزه هم وګټهله.

لطیف په ۱۹۸۷ کال د "لیټل سیفوني" موسیقۍ له برکته د "ګرامې" جایزه وګټله.

نوموړي په دې موسیقۍ کې د موسیقۍ ټولې الې غږولې دي.

لطیف په سرطان ناروغۍ اخته شوی و، چې ډېر کلونه ترې وکړېد، همدا وو چې د امریکا ماساچوسیټس ایالت کې ومړ.

نوموړي د عمر په ډېرېدو او کمزوري بدن ان په ختمېدونکي ۲۰۱۳ کال کې هم د موسیقۍ مېلې جوړولې.

لطیف، چې اصلي نوم یې ویلېم ایمانوېل هډیلسټن دی، په ۱۹۲۰ کال زیږېدلی، چې د تېرې پېړۍ څلوېښتمې او پنځوسمې لسیزو پرمهال په دیټرویت کې مخکې له دې چې نیویارک ته ولېږدي، د جاز موسیقۍ غږولو کې ډېر مشهور شوی و.

د موسیقۍ خپل لومړی هنر یې د ساکسفون الې په غږولو پیل کړی.

د امریکا د ماساچوسیټس پوهنتون له خوا په موسیقۍ کې افتخاري دوکتورا هم ورکړل شوې ده، سربېره پردې یې په ۲۰۱۰ کال په هنرونو کې د ملي استعداد جایزه هم ګټلې ده.

ورته مطالب